Get Mystery Box with random crypto!

حمد شریف په زړګي مو دي پردې دګناهــــــونو لايق نه یو ربه ستا | العصر بصري څانګه

حمد شریف

په زړګي مو دي پردې دګناهــــــونو
لايق نه یو ربه ستا دمغــــــــــــفرت
خپل عمل مو رسوي ترعـــــــذابونو
راکړې ته راته په خپل فضل جـنت

ستاله دره سرکشي لهْ مــونږه شوې
نشته مونږکې علايم دســـــــــعادت

جهـــــنم دی که ماران اولــړمان دي
داسزا ده زمونږ دکړي بـــــــــــغاوت

ته په هرچا مهربان ېې پاکه ربـــــــه
مونږ خپل ځان دی لرې کړی لهْ رحمت

ستا دپاک رسول الله لار موپرې ایښې
او خپل ځان حسابه وؤ ېې په اُمــت

تاهلاک کړل ډیرځواکمن مغرورسرونه
چې کوؤ ېې دبوتـــانــــــــــــو عبادت

څه به کړمه ﺯهْ یاســــــین عبیده ربه
رانه شوی دی تمام عمر غــــــــــــفلت

یاسین عبیده