Get Mystery Box with random crypto!

نعت شريف بلنده مرتبه لري اعـــلی دی مصطفي پيشوا  د انبياوو  | العصر بصري څانګه

نعت شريف

بلنده مرتبه لري اعـــلی دی مصطفي
پيشوا  د انبياوو  دى  زيبا  دى مصطفى

د خولې ټولي خبري يي هم زر دي ملغلري
لار ښود دهدايت دی او طه دی مصطفي

اغاز د شفاعت به اخيرت کي وي له ده نه
غاوير د خپل امت په حشرګا دى مصطفى

الله پاک نور ورکړي موږ يو ټول دده له نوره
رښتــيا خـــيرالورا نورالهــــْدا دى مصطفى

په مينه محبت کي ثوابونه بي حساب دي
دهر  مسلمان  زړه لره  دوا  دى  مصطفى

احسانه زه يي مينه کړمه زه پسي شيدا يم
وټول مسلم امت ته رهنما دی مصطفی

احسان الله احسان