Get Mystery Box with random crypto!

فضادامن واورې وريږي بلها خوند کوي فضادامن سپين توغ رپيږي د | العصر بصري څانګه

فضادامن

واورې وريږي بلها خوند کوي فضادامن
سپين توغ رپيږي دوطن په هره خوا دامن

تورې شپې کډه شوې راوختې سپيدې دسهار
په ګران هيواد باندې خوره شوله رڼادامن

نشته بمبارغږدچورلکې اوچاپه موپه کور
اوس په قراره باندې ژوندکوو آشنادامن

شکر آزاد مو شو هيوادله تور تمونو ګوره
دخپلواکۍ لمر راختلی کړي ځلا دامن

اوس کووژوندښه په آرامه اوآزادکرځيږو
په کابلجان باندې واکمن دې روڼ صبادامن

"بدري" جانانه شکر باسه او دعاوي کوه
خدايه په برخه موکړه ژوندښکلاښکلادامن

بدري وردګ