ماتې هيلې سترګې مې ګنډلي د یو تللي کس په لار دي ماتـې ماتـې هیلې مې د زړه پر اوږو بار دي غیږه اندیښنـو رانـه دا څـو ورځې تـاو کړي ټولې ارادې مې په خاموش ډول په دار دي نـه دې شتـه هيڅ کومه طـریـقـه د هیرېدلو دغه تجریبې خـو مـې یو سل ځله تکرار دي بیرته د راتګ شپې دې اوخښتې دي له قول تا ویل چـې هسـې څـو د ګوتو پـه شمار دي غشـې دې د شـوخ نـظـر بـلا تـــورونــه وړي وپوښتنه دچا په سینه ګۍ کِ بیا ایسار دي ګـوري دې ګـربـز مستـغـفـر نـښـې د پـلـونـو تکې تورې خاورې ېِ و سترګو ته په کار دي مستغفر ګربز 89 views08:56