Get Mystery Box with random crypto!

العصر بصري څانګه

لوگوی کانال تلگرام alasar_basri_sanga — العصر بصري څانګه ا
لوگوی کانال تلگرام alasar_basri_sanga — العصر بصري څانګه
آدرس کانال: @alasar_basri_sanga
دسته بندی ها: دستهبندی نشده
زبان: فارسی
کشور: ایران
مشترکین: 4.28K
توضیحات از کانال

د العصر خپرندويه ادارې بصري څانګې ته ښه راغلاست
العصر بصري څانګه ستاسو اسلامپالو وروڼو خپله څانګه
شخصي رابطې لپاره همدلته کلک وکړئ مننه
ستاسو ورور قانت آغا👈
@QanitAgha

Ratings & Reviews

1.50

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

0

4 stars

0

3 stars

0

2 stars

1

1 stars

1


آخرین پیام ها 13

2022-01-04 23:30:13 وطن کې

امن ، باران ، سوله او ښکلې ازادي وطن کې
بلها مزه کوي بس داسي زندګي وطن کې

ټپې ، ټپي زړه د هیواد به رغوو ځوانانو
غفلت په کار نه دی په کار ده ابادي وطن کې

ور سره امن او خوښۍ راغلې جوړه کلي ته
خدایه بیا ورک مه کړې هیڅکله سپین پټکي وطن کې

د نفاق توري شپې سبا سوې بیا دي نه رادرومي
خوره وره دي وي تل داسي ورورولي وطن کې

نه جنازې سته : نه بمبار نه ، نه خونړي جنګونه
په نڅا ګرځي هري خواته خوشحالي وطن کې

هیواد مو خپل ، واک مو یې خپل پکښي هرڅه مو خپل دي
نه لري شتون غازي اولسه هیڅ فردي وطن کې

لرو اړتیا د اتحاد او اتفاق په منځ کي
که چیري نه غواړئ اولسه بدبختي وطن کې

مشهوده اوس ورپکښي ګرځه هسکه غاړه یاره
اوس دی نِظام د امارتِ اسلامي وطن کې

مشهود
193 viewsedited  20:30
باز کردن / نظر دهید
2022-01-04 23:30:01 چې د زړونو اور مـو یو بل لره ســوړ شي
بیا کېدایشي امـن راشـي وطـن جـوړ شي

چې ریشه ده حسرت وچه سـخاوت کړي
چې د کلي کور نهـار غـریب مو  مـوړ شي
بیا کېدایشي امـن راشـي وطـن جـوړ شي

چې په څرک ده علم  هر چم رڼا وکړي
چې ده هر عـقل کاسه کې أدب ووړ شي
بیا کېدایشي امـن راشـي وطـن جـوړ شي

چې نفرت د محبت په غېږکې ورک شي
چې د مینې په کارو کې هر زړه زوړ شي
بیا کېدایشي امـن راشـي وطـن جـوړ شي

چې هېواد لکه وجود داسې احساس کړي
فکـر یو چـې د ملت او د لوړ پوړ شي
بیا کېدایشي امـن راشـي وطـن جـوړ شي

جهادي خوښۍ به لــور په لــور وریږي
لاس پکار ددې هېواد چې ځوان او زوړ شي
بیا کېدایشي امـن راشـي وطـن جـوړ شي

جهادي عمري
155 views20:30
باز کردن / نظر دهید
2022-01-04 23:28:16 مناجات

زه عادت په عاد تو.د ګنا هو یم
ما معاف کړه خدای تاته په زارو یم

وار خطا یم په کوم مخ به تر تا درشم
یم عاصي خو امیدوار د رحمتو یم

ته غفور یې ته رحیم یې ته رحمان یې
ګنهګار یم ستا رحمت ته په کتو یم

دشیطان ابلیس لعین په جال کي ګیر یم
چي څه وکړم اوس ډوب کړی دې فکرو یم

کړه لمبه مي خو دیدن خپل را نصیب کړه
سر مي غوڅ کړه زه خوښ ستا په فیصلو یم

سودا زَمْا د عمل مکوه نا چار یم
سیف زَمِیل خو اخیر تاته په درتلو یم

حافظ سیف زَمِیل
144 views20:28
باز کردن / نظر دهید
2022-01-04 23:27:52 بیاراغلي دي په غره دباران څاڅکي
لوی رحمت زماپه زړه دباران څاڅکي

عجیبه غوندې ښکلاوطن پیدا کړي
واورې اوري په راغه دباران څاڅکي

سپین له سپینوسَرَه څومره منورشي
سوله امن وي جوړه دباران څاڅکي

ته رایادشوې ماپه اوښکولوندګریوان کړ
هسې وایمه په خوله دباران څاڅکي

هغه څه چې خپه کړی يې غفران دی
رالوېدلي ستا په پله دباران څاڅکي

غفران
133 viewsedited  20:27
باز کردن / نظر دهید
2022-01-04 23:27:32 ښکلي شوه

ښـــکلي له اوله ښـــکلي نه وله
ښکلي په تقوا باندي ډیر ښکلي شوه
ښکلي له حیا نه برخمن وو چي
ښکلي په حیا باندي ډیر ښکلي شوه

ښکلي په څهره نه چي په زړه ښه وه
ځکه په دنیا باندي ډیر ښکلي شوه

ښکلي د الله ج فرمانبــــرداره وه
ښکلي په ثناء باندي ډیر ښکلي شوه

ښکلي په اخلاص هرځای یاري کوي
ښکلي په وفا باندي ډیر ښکلي شوه

ښکلي په ایمان باندي تل پاتې شوه
ښکلي په معنا باندي ډیر ښکلي شوه

ښکلي د احسان په زړه کي ځای لري
ښکلي په هرچا باندي ډیر ښکلي شوه

احسان الله احسان
132 views20:27
باز کردن / نظر دهید
2022-01-04 23:27:02 اوس به خولې پرې تویَوو،اوس وینه نه غواړي نور
ستړی هیواد د امن غېږه کي دمه غواړي نور

مټي را بډ وهئ لاســونــــه سره ورکړئ ټوله
د ټولو ګډکور او په ټولو جوړېده غواړي نور

د هر شهیــــد زره زره وجود بـــه نـــه هیروو
د هر یتیم بچي ارمان پـوره کیده غواړي نور

دا مطلبي او لنـــډمهاله مرستي ګټه نـــه کړي
هیوادپر خپلو پښوپه خپله درېده غواړي نور

د نظـــامي بریــــا تر څنګ فکري بریـــــا مهمه
ولس پـــه خپلو ارزښتونو پوهېده غواړي نور
.
د اتحاد منار تـــــه وخېژه اعلان وکــــړه چي!
"خاطِري" ټول د نفاق څلي نړېده غــواړي نور

احمد "خاطِري"
131 views20:27
باز کردن / نظر دهید
2022-01-04 23:25:46 شکر په دې چې امتي یم دستا
شکر په دې چې پیغمبر یې زما
شکر په دې چې د تیارو مخې ته
شکر په دې چې راغلې شوله رڼا

د ژوند شیبې ټولې خوږې خوږې شي
دلداره یو ځل چې نامۀ دې واخلم
خوښۍ راټولې بدمرغۍ شي ورکې
غمخواره یو ځل چې نامۀ دې واخلم

زړه ته ټکور زړه ته درمان یې نبي
له تا قربان شم پر ما ګران یې نبي
پر تا د ښو اوصافو حد نشته دی
ته په تقوا کامل ایمان یې نبي

نه مې دیدن د مدینې کړی دی
نه مې دیدن د شنې روضې کړی دی
کله به تاو شمه له تور غلاف یې
نه مې دیدن د ها پردې کړی دی

په دروازه چې د جنت داخل شم
ستا شفاعت مې په قیامت پکار دې
زبیر ساپي د نبي نوم سره سم
ورسره درود په ډیر کثرت پکار دې

مهاجر زبیر ساپي
132 views20:25
باز کردن / نظر دهید
2022-01-04 23:24:06 غزل

خپل واک او اختيار د سپين ايمان له برکته ده
حسن د کابل د طالب جان له برکته ده

خاوره یې قدم په قدم خپله کړه په سرو وينو
ګټه یې ددې عظيم تاوان له برکته ده

ګورې یې؟شريره نړۍ چُپ ده؛لاس تر زنې ده
دا د عمري افغانستان له برکته ده

وياړ یې په وياړمنه شمله،وياړ په افغاني غرور
وياړ یې د جهاد د تاند کاروان له برکته ده

سترګوکې یې دوه سوه د دردکيسې پرتې دي خو
بيا هم مسُک ولس ته د قرآن له برکته ده

وَ،سپينه بيرغه له تا دود او سپېلنی نثار
تا سره يې مينه د جانان له برکته ده

احمدالله نثار
158 views20:24
باز کردن / نظر دهید
2022-01-04 23:18:32 غزل...

سپینه واوره سپین بیرغ او جنتي ښکلې څهرې
تر هيــواده مــو راغلي ســپينې ســپينې قافلې

د لمر مخو سپینې واورې سـره کومه ده توپیر؟
هو د حسن پۀ تاریخ کې یې کړې جوړې افسانې

یو خوا واوره راوریږي بلخوا سپین بیرغ رپاند
وخ.! هیواده ستا ښکلا کوي نن بل شانته نخرې

میــــنه وپاشئ! پۀ زړونـــو نفرتـونه کړئ مـهار
میــــنه وکرئ چې زړونه شي د میـنې کروندې

هیوادوالو خود به امن وي راخور په ګران وطن
حفاظت..! کې مــو ولاړې دي د امـن پریښـتې

ځار مخلص کډواله دغه څو جملې راکوي ژوند
نوی کال، نـوی حکومت، نـوې اردو، او کارنامې

مخلص کډوال
167 viewsedited  20:18
باز کردن / نظر دهید
2022-01-03 14:32:01 څۀ جنت جنت وخت و اوڅۀ غزاغزا ژوندون
څۀ په بدو واوښتم اوڅۀ په بې معنا ژوندون

تپه تیاره، درز اودروز،سړه سیلۍ اوسرې مرمۍ
څۀ ښۀجنتي احساس اوڅه ښۀ ووپخواژوندون

څۀ درانۀ ملګري وو او څۀ دروندشهات یې وو
څۀ یواځي پاتي شوم دا څۀ بلا بلا ژوندون

څه رښتیا رښتیامینه وه څه رښتیا رښتیاخلک
څۀ رښتیارښتیاجهاد اوڅه رښتیا رښتیاژوندون

څۀ دنمایش وخت دی اوڅۀ د فرمایش دنیا
څۀ بې کیفه هرڅۀ دي اوڅۀ رِیا رِیا ژوندون

څۀ به شي پخې بنګلې اوڅه به شي دچا قدرت
څۀ به شي چي هرڅۀ شي اوڅۀ دی دیوچاژوندون

تاچي په اَنْعَمتَ علیهم کي مُـنعَـم کړي څوک
داسي مي منعَم که خدایه داسي که زماژوندون

قاري خالد منعم
472 views11:32
باز کردن / نظر دهید