Get Mystery Box with random crypto!

یو امیر له امارته ځکه ګوښه شو، چې له ماشومانو سره یې مینه نه ک | بدري 313قطعه

یو امیر له امارته ځکه ګوښه شو، چې له ماشومانو سره یې مینه نه کوله!
همایون عیسی خېل
ابو عثمان النهدي رحمه الله وایي: امیر المؤمنین عمر بن خطاب رضي الله عنه د بنو اسد له قبیلې څخه یو کس پر یوه دنده وګماره؛ کله چې هغه کس د خپل مکتوب اخیستو لپاره عمر رضي الله عنه خواته راغی، په دې وخت کې یو ماشوم عمر رضي الله ته راوړل شو، عمر رضي الله عنه هغه ماشوم راواخیست او ښکل یې کړ.
دغه کس عمر رضي الله عنه ته وویل: ته هم ماشومان ښکلوې؟! ما دې په الله ج قسم وي، چې ما تر اوسه ماشوم نه دی ښکل کړی.
عمر رضي الله ورته وویل: بیا خو به ته پر نورو خلکو له دې هم کم شفقت کوونکی یې! زما مکتوب بېرته راکړه، ته به هیڅکله زما لخوا امیر جوړ نشې او د امیري مکتوب یې بېرته ترې واخیست.
كنز العمال (5/ 767)الترغیب في الامارة:
عن أبي عثمان النهدي قال: استعمل عمر بن الخطاب رجلا من بني أسد على عمل، فجاء يأخذ عهده، فأتي عمر ببعض ولده فقبله، فقال الأسدي: أتقبل هذا يا أمير المؤمنين؟ والله ما قبلت ولدا قط، قال عمر: فأنت والله بالناس أقل رحمة هات عهدنا لا تعمل لي عملا أبدا فرد عهده.
https://wp.me/s8XUyy-114606