Get Mystery Box with random crypto!

دیوه ځوان او یوې پیغلې خونداوره کیسۍ راسره ولولۍ ځوان په یو | لیونیان

دیوه ځوان او یوې پیغلې خونداوره کیسۍ
راسره ولولۍ

ځوان په یوه تحصیلي بورس کې امریکې ته لاړ، له تلو سره سم یې له یوې انجلۍ سره مینه پیدا شوه!!
تل به یوځای ګرځیدل، شراب یې څښل او عبسیاتو کې اخته وو، هلک له پلار نه وپوښتل چې دغې انجلۍ سره واده کوم؟؟
پلار یې د دین پوښتنه ځینې وکړه؟
هلک ویل چې هغه دین نلري ملحده ده!!
پلار یې ویل واده به ورسره نه کوې مګر دا چې هغه مسلمانه شي، کله چې انجلی خبره شوه، هلک ته یې ویل ستا لپاره مسلمانیږم!!
هلک لاړ او د اسلامي مطالعې کتابونه یې ورته راوړل، او انجلي په مطالعه پیل وکړ!!
هلک د شیبو په انتظار وو، هر وخت به یې ترې پوښتنه کوله ، درې میاشتې وروسته د انجلی اسلامي حجاب پر تن وو او زیری پرې وکړ چې مسلمانه شوې!! هلک ډیر خوشحاله شو او د واده کولو موضوع یې بیا یاده کړه؟؟
انجلی ځواب ورکړ اوس له تاسره واده نه کوم، ځکه هغه څه چې مې په اسلام کې ولوستل په تا کې نشته، ته خو اصلا مسلمان نه یې، نو ځکه زه غواړم له یوه مسلمان سره واده وکړم!!


پوه نشوی در وه پوهیدم




مینه کوچی @MenaKochi

@lewanian |≥