Get Mystery Box with random crypto!

ډاکټر: څه ناروغي لری؟ زه: نه پوهیږم, خو ساه مې لنډه لنډه کیږي | لیونیان

ډاکټر: څه ناروغي لری؟
زه: نه پوهیږم, خو ساه مې لنډه لنډه کیږي او فکر کوم زړه مې د سینې په قفس کې ساه ورکړې.
ډاکتر: نو ته بیا څنګه ژوندی یې؟
زه: نه زه مړ یم, دا مې نړېدلې او بې هیلو روح دی.
ډاکټر: نو زه څه کولې شم؟
زه: غواړم ددې زړه تنګون نه ځان خلاص کړم او ددې بې هیلو وجوده آرام وموم.
ډاکټر: مطلب مو؟
زه: غواړم بې درده ومرم, د ژوند هره ثانیه راته درد وو, مرګ مې ته راته اسانه کړه.