Get Mystery Box with random crypto!

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ https://cha | عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/KgCzbV1j8lc92YrcselHEG
ـ

امریکا او افغان ولس:
ـــــــــ
داسي آوازې دي چي ګويا امريکايان په افغانستان کي يو ځل بيا خپلي ړندې بمبارۍ پيلوي او پر افغان ولس باندي خپل ورانوونکي او زهرجن بمونه غورځوي.
موږ پخوا هم ويلي وه چي امريکايان په افغانستان کي هيڅ ډول سولي او آرامۍ ته ژمن ندي او نه غواړي افغان ولس تر سوله ايزي فضا لاندي ژوند وکړي کنه نو د خلګو پر کورونو او ښارونو به يې بمبارۍ نکولای!
امريکايان چي په تاريخ کي په تعهد او تړون ماتولو کي ډېر شهرت لري د مسلمانانو سره د غدر او خيانت لويه سابقه هم لري، که لږ ترلږه د يوه قرن حالاتو ته نظر واچوو دا به راته ثابته سي چي امريکايانو په اسلامي هيوادونو کي څومره ورانۍ کړي او څومره مسلمانان يې د بدبختيو سره مخامخ کړيدي!
د بيت المقدس د قضيې څخه پيل بيا تر عراق، سوريې، ليبيا، مصر، سوماليا، سوډان، کشمير او افغانستان پوري په ټولو ځايونو کي يې د مسلمانانو وژلو او ځپلو ته لېڅي رانغښتي دي.
کڅه هم زه په ډېر اطمينان باندي دا خبره کوم چي نور په افغانستان کي د امريکا هيڅ ډول کوښښ، جنګ او هڅي دوی ته ګټه نکوي او په افغانستان کي خپلو موخو ته نسي رسېدلای خو بيا هم افغان مسلمان ولس ته ستونزي جوړوي او مرګ ژوبله ورته اړوي د ټول مسلمان ولس څخه زموږ دا غوښتنه ده چي د امريکايانو دداسي کارونو په وړاندي لکه تر اوسه چي متفق او متحد پاته سويدي همداسي متفق او متحد پاته سي او پر ضد يې خپل ږغ راپورته او عملي اقدام هم وکړي تر څو دغه خونخوار هيواد زموږ د هيواد څخه شرمېدلی او ناکامه وشړل سي او موږ يې د شر څخه نجات پيدا کړو.
افغان ولس باید په زغرده امریکایانو ته ووایي چي په هیواد کي د هر ډول نظام جوړول زموږ کار دی موږ ستاسو مرستي او حضور ته هیڅ اړتیا نلرو خپلي بمبارۍ او خپل د درواغو وعدې مو بندي کړئ!
مولوي نورالحق مظهري

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉