Get Mystery Box with random crypto!

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ https://cha | عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GH9p7F3eTuMHBbvkSpSRN7
ـ

په دې کي هيڅ شک نسته چي ټول اذکار او تسبیحات، تحلیل او تکبیر د الله تعالی ذکر او یاد بلل کیږي، او په دغو ټولو اذکارو سره د مسلمان د آخرت درجې لوړيږي، ګناهونه یې په رژول کیږي، د دنیا ستونزي او غمونه یې په لیري کیږي، د دغو تسبیحاتو ویل د دغه خپل لوړ مقام په سبب د هر مسلمان څخه غوښتل کیږي خو ویل یې فرض نه دي بلکي درجې او ثوابونه لري؛ خو یوازنی ذکر، هغه چي په یوه شپه او ورځ کي، الله تعالی پر هر عاقل او بالغ مسلمان پنځه ځله فرض کړی دی، هغه لمونځ دی، لمونځ هم ذکر دی او الله تعالی په ډېرو ایاتونو کي لمونځ د ذکر په نوم سره یاد کړی دی، نو دغه لمونځ چي موږ یې هره ورځ پنځه ځله اداء کوو، چشي دی او د څه لپاره دی؟!

دلته به د لمانځه ځیني دُنیوي او ځیني اُخروي ګټي ولیکم:

_ لمونځ د شیطان د چلونو او خطایستلو څخه خلاصون دی.
_ لمونځ د الهي رحمتونو نازلېدل دي.
_ لمونځ د جنتي حورو مهر یا ولور دی.
_ لمونځ د رزق پراخوونکی دی.
_ لمونځ د روغتیا ساتونکی او د ناروغیو لیري کوونکی دی.
_ لمونځ زړه ته قوت ور کوونکی دی.
_ لمونځ د هر نعمت بنسټ او اساس دی.
_ لمونځ د مال لپاره برکت دی.
_ لمونځ په مخ کي نور پیدا کوي.
_ لمونځ زړه خوشحاله کوي.
_ لمونځ ټمبلي او کهالي لیري کوي.
_ لمونځ سینه پراخه کوي.
_ لمونځ د الله تعالی رضا ده.
_ لمونځ د اخرت توښه ده.
_ لمونځ د مسلمان معراج دی.
_ لمونځ د جنت کیلي ده.
_ لمونځ د انبیاء علیهم السلام خوی او سیرت دی.
_ لمونځ د مسلمان د مخ او چهرې نور دی.
_ لمونځ د پُل صراط د تېرېدلو لپاره اجازه او روښنایي ده.
_ لمونځ د قبر ملګری دی.
_ لمونځ د قیامت د ورځي لومړنۍ پوښتنه ده.
_ لمونځ د قیامت د تودې ورځي لپاره سایه ده.
_ لمونځ ستا او د ملک الموت تر منځ شفاعت کوونکی دی.
_ لمونځ د ګناهونو کفاره او پټوونکی دی.
_ لمونځ کوونکی د ملائکو خوښ دی.
_ لمونځ د الله تعالی یاد او ذکر دی.
_ لمونځ طاعت او عبادت دی.
_ لمونځ د قران مجید تلاوت دی.
_ لمونځ د خپل رب عزوجل سره مناجات دی.
_ لمونځ د الله تعالی په حضور کي درېدل دي.
_ لمونځ، رب العزت ته خشوع او عاجزي کول دي.
_ لمونځ د خپل رب د امر پر ځای کول دي.
_ لمونځ د ښو اخلاقو ساتنه ده.
_ لمونځ د بدو اعمالو څخه د روح پاکي ده.
_ لمونځ د دوږخ له اوره د خلاصون لار ده.
_ لمونځ د روح غذا ده.
_ لمونځ د زړه روښانه کوونکی دی.
_ لمونځ د موجودو نعمتونو ساتونکی دی.
_ لمونځ برکت راوړونکی دی.
_ لمونځ د شیطان شړونکی دی.
_ لمونځ رحمن ته نژدې کوونکی دی.

نو کم څوک چي لمونځ نه کوي، هغه ددې ټولو نعمتونو څخه بې برخي دی. الهي! ما او زما کورنۍ او ټول مسلمانان د لمانځه کوونکو څخه وګرځوې.
ږغیزه وینا: مولوي عنایت الله علمي صاحب
کتبي: احمدجنید مبارز

ـ
⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉