عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM ـ بهلول دانا او ملحد استاد! بهلول په یوه کوڅه تیریده، ګوري چې یو استاد خپلو شاګردانو ته د درس په جریان کې وایي: زه په دریو خبرو کې له شیخ او عارف سره مخالف یم! اولاً: دوی وایي؛ اللّٰه ﷻ نه لیدل کېږي، زه وایم! که نه لیدل کېږي، بیا وجود هم نه لري! ثانیاً: دوی وایي؛ چې شیطان به په دوزخ کې سوځول کېږي، زه وایم! که شیطان د اور له جنس څخه وي، بیا په دوزخ کې څه ډول سوزول کیږي؟ ثالثاً: دوی وایي؛ چې انسان ټول اعمال په خپل اختیار ترسره کوي، زه وایم! چې اعمال انسان د جبر په وجه ترسره کوي، نه په خپله خوښه! بهلول چې دا خبرې واوریدلې؛ استاد یې د خاورو په یوه کلکه لوټه پدې مخ وویشت! استاد او شاګردانو بهلول راګیر كړ او خلیفه ته یې وروست. استاد وویل: بهلول زه په ناحقه په لوټه وویشتم اوس مې مخ درد کوي. بهلول وویل: درد ته وینې؟ استاد: نه یې وینم بهلول: تا ویل چې اللّٰه ﷻ نه لیدل کیږي، وجود هم نلري، نو ته چې درد نه وینې بیا وجود هم نه لري. – تا ویل: چې شیطان د اور له جنسه دی، په اور نه سوځول کیږي، ته چې د خاورو له جنسه یې، بیا په خاوره ولې خوږ شوې؟ – تا ویل: انسان په خپل اعمالو کې بې اختیاره دی، زه هم ستا په ویشتلو کې بې اختیاره وم، نو ځکه ته له ما نه د بدل اخیستو حق نه لرې. استاد د بهلول د خبرو په اوریدو ټیټ سر او پټه خوله پخپله مخه ولاړ. ـ ⫷ن͞ـ꯭͞ـ͞ش͞ر꯭͞ ͞ک꯭͞ـو꯭͞ل͞ ꯭ی͊͞ـ꯭͊͞͞ي͞ ꯭͊͞͞ص꯭͞ـ͞د꯭͞ق͞ـ͞ه꯭͞ ꯭͊͞ج͞ـا꯭͞ر꯭͞ی͞ـ͞ه꯭꯭꯭͞ ꯭͞د꯭͊͞͞ه⫸ ⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸ ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉ 133 viewsعبدالمنان حقانـې, 03:56