۲- جومات ته تر ننوتلو وروسته ، له کښيناستلو مخکې ، دوه رکعته تحية المسجد لمونځ کول پکار دی ، د رسول الله ﷺ ارشاد مبارک دی : په تاسې کې چې څوک جومات ته ولاړ شي ، تر څو يې چې دوه رکعته لمونځ نه وي کړی ، تر هغې دې نه کښيني . *( بخاري و مسلم )*
۳- له جومات څخه د وتلو په وخت کې باید لمړی چپه پښه وړاندې شي او دا دُعا به ووایئ :
* ( اَللهُمَّ اِنِّی اَسْئَلُکَ مِنْ فَضْلِک)َ .*
ژباړه
ای الله ﷻ ! زه له تا څخه ستا د فضل او کــــرم غوښتونکی يم .
۴- په جومات کې د زيات نقش او سـینګار کوښښ کول نه دي پکار .
۵- جومات ته په داسې حال کې تلل چې ، اوږه ، پياز ، تنباکو او نور بد بويه شیان مو خوړلي وي ، مکروه دي ، لمړی باید خپله خوله پریمنځئ او بيا مسـجد ته داخل شئ .
۶- په جومات کې خبرې کول ، شور کول ، پلورل او اخیستل مکــــروه دي ؛ خو له بده مرغه ، زمونږ د هيواد په ډيرو برخو کې چې ژمی شي او خلک وزګار شي ؛ نو بيا په جومات کې خپل بنډارونه کوي .
رسول الله ﷺ فرمایلي : څوک چې په جومات کې خبرې کول پيل کړي ؛ نو ملائکې په لمړي ځل ورته وايي :
*( اُسْکُتْ يَا وَلِیَ اللّه ) ! *
يعنې چوپ شه ، ای د الله ﷻ دوسته !
* که بيا هم خبرو ته دوام ورکړي ؛ نو ملائکې ورته ووايي :
*( اُسْکُتْ يَا بَغِيْضَ اللّه ) !*
یعنې چوپ شه ای د الله ﷻ دُښمنه !
* که بيا هم چوپ نشي ؛ نو په دريم ځل ملائکې ورته ووايي :
*( اُسْکُتْ لَعْنَتُ الله عَلَيْک )َ ! *
يعنې د الله ﷻ لعنت دې وي پر تا ، چوپ شه !
همدارنګه په مشکوة شريف کې ، د شعب الايمان په حواله يو روايت کې راغلي :* جناب رسول الله ﷺ فرمایلي : په آخره زمانه کې به داسې خلک پيدا شي چې ، جومات ته به راځي ، هلته به ډلې ډلې کښيني او دُنياوي خبرې به کوي ، تاسې له داسې خلکو سره مه کښينئ ؛ ځکه چې الله ﷻ ته په جومات کې د داسې خلکو ضرورت نشته .
(عمدة الاحکام صــ۷۵)
ابن همام رحمه الله وايي :* په جومات کې دُنیاوي خبرې کول ، نيکي داسې له منځه وړي ؛ لکه وچ بوټی چې اور له منځه وړي .
(فتح القدير)
۷- په جومات کې په اوچت آواز لمونځ کول نه دي پکار ؛ ځکه چې د نورو د لمونځ د اخلال سبب ګرځي او د نورو په لمانځه کې اخلال ګناه ده .
۸- د جومات دروازه تړل نه دي پکار ، که د سامان د غلا خطر وي ؛ نو په هغه وخت کې يې تړلی شۍ ؛ چې د لمانځه وخت نه وي .
۹- جومات ته په جنوب ، نفاسې او حائضې حالت کې ننوتل ګناه ده .
۱۰- په جومات کې لاره جوړول ناجايز دي ، که سخت ضرورت وي ، باک نلري .