یو ځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: -یا رسول الله! ماته د زنا اجازه راکړه! مخکې له دې چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم ځواب ورکړي، خلکو سپک کړ، بد رد یې ورته وویل او ورته یې وویل: چوپ شه دا څه وایې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: -ماته رانږدې شه! ځوان ورنږدې شو. هغه ورته وویل: کښینه. هغه ځوان د رسول الله صلی الله علیه وسلم خوا ته کښیناست او ورته یې ویل: -آیا ته دا خوښوې چې، څوک ستا له مور سره زنا وکړي؟ ځوان وویل: -الله مې دې له تا قربان کړي، په الله سوګند چې نه یې خوښوم. رسول الله ورته وویل: نور خلک هم دا نه خوښوي چې، څوک یې له میندو سره زنا وکړي. بیا یې ورته وویل: ته دا خوښوې چې څوک دې له لور سره زنا وکړي؟ هغه ورته وویل: الله مې دې له تا قربان کړي، نه والله نه یې خوښوم. هغه وویل چې، هیڅوک دا نه خوښوي. بیا رسول الله ورته وویل: آیا ته دا خوښوې چې، له خور سره دې څوک زنا وکړي؟ هغه ځوان وویل: -الله مې دې له تا قربان کړي، والله که یې خوښوم. هغه وویل: هیڅوک دا نه خوښوي چې، له خویندو سره یې څوک زنا وکړي. بیا رسول الله ورته وویل: آیا ته دا خوښوې چې، له عمه سره دې څوک زنا وکړي؟ هغه وویل: الله مې دې له تا قربان کړي، والله نه یې خوښوم. رسول الله وویل: -هیڅوک دا نه خوښوي چې، له عمه ګانو سره یې څوک زنا وکړي. بیا یې ورته وویل: -آیا ته دا خوښوې چې، له خاله سره دې څوک زنا وکړي؟ هغه ورته وویل: -الله مې دې له تا قربان کړي، نه والله که یې خوښوم. رسول الله وویل: -هیڅوک هم دا نه خوښوي چې، له خاله ګانو سره یې څوک زنا وکړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه پر اوږه لاس کېښود او داسې دعا یې ورته وکړه: -ای الله! د ده ګناه معاف کړه! او دده زړه پاک کړه! او دی له زنا وژغوره! وروسته بیا دا ځوان دومره پاک شو چې، د زنا لور ته یې هم نه کتل. (رواه امام احمد) ګرانو ورونو! له زنا څخه ځان وژغورئ؛ ځکه چې ډېره ستره ګناه ده. زنا هغه ګناه ده چې، د آخرت له زیان سره، سره په دنیا کې هم فقر او لوږه منځ ته راوړي. لکه څنګه چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: -الزّنا يُورِثُ الفَقرَ. (بيهقی) ژباړه: -زنا فقر او لوږه منځ ته راوړي. همدا رنګه په بل حدیث شريف کې راغلي: -مَن وَقَّعَ عَلَی ذَاتِ مَحرَم ٍ فَاقتُلُوه ُ وَمن وَقَّعَ عَلَی بَهِيمَةٍ فَاقتُلُوهُ وَ قتُلُواألبَهِيمَةَ. (ابن ماجه) ژباړه: -چا چې په پردۍ ښځه تجاوز وکړ قتل يې کړی، او چا چې پر حيوان تجاوز وکړ، له حيوان سره يوځای يې قتل کړی.