دابن ابی حاتم په حدیث کی دی چی رسول الله ﷺ حضرت بشیر غفاری (رضی الله عنه) ته وویل چی ته به څه کوی چی په کومه ورځ به خلق د رب العالمین په مخکي دری سوه کاله پوری ولاړ وي ، نه خو به اسمان څخه څه خبر راځي او نه به څه حکم ورکړه سی ، حضرت بشیر (رضی الله عنه) وویل هم الله مددگار دی . رسول الله ﷺ ورته وویل چې واوره کله چی ته په بستره پریوزی نو د الله تعالی څخه د قیامت د ورځی دتکلیفو او حساب کتاب څخه پناه غواړه ، په سنن ابوداؤد کی دی چی رسول الله ﷺ به دقیامت په ورځ د ولاړی دځای د سختی څخه پناه غوښتله د حضرت عبد الله بن مسعود (رضی الله عنه) څخه روایت دی چی څلویښتو کالو پوری به خلقو سرونه لوړ کړی وی او ولاړ به وی ، څوك به خبری نه کوی ، حضرت ابن عمر (رضی الله عنه) وایی تر سلو کالو پوری به ولاړ وی .( ابن جریر )
(په ابوداؤد نسائی او ابن ماجه) کی دی چی رسول الله ﷺ به کله د شپی د تهجد لمونځ شروع کوی ، نو لس واره به یی (الله اکبر) وايه او لس واره (الحمدلله) او لس واره (استغفر الله)ويل ، بیا به یی ویل « اللهم اغفرلي واهدني وارزقني وعافني » (ژباړه) خدایه ما وبخښی وماته هدایت و کی.. وما ته رزق راکړی ، اوعافيت وماته را کړی ، او بیا به یی د (الله جل جلاله) څخه دقیامت د ورځی د ځای د سختی څخه پناه غوښتله . ( تفسیر ابن کثیر ) جلد( ۸ ) صفحه( ۵۲۱ )