Get Mystery Box with random crypto!

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ https://cha | عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ

عِبْرَتْ څَخَهَ ډَکِېْ کِېْصِېْ اَوْحَدِیْثُوْنَهْ
https://chat.whatsapp.com/GZUaTpMgDprEcFxPmmo9vM





د علماوو ټوکې
...................
★ له امام شعبي رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې له یوې ښځې سره مې واده کړی دی، خو اوس مې ولیده چې په پښه ګوډه ده، نو آیا کولی شم واپس یې کړم؟
هغه ځواب ورکړ: "که د ځغاستې مسابقه ورسره کوې بیا خو یې واپس کړه"

★ له ابن عثیمین رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې که له ټیپ ریکارډر نه د سجدې آیت واورم آیا سجده واجبیږي؟
هغه ځواب ورکړ:
"هو، خو په دې شرط چې ټیپ ریکارډر به هم سجده لګوي."

★ له امام شعبي رحمه الله څخه یو چا وپوښتل: آیا هغه څوک چې احرام یې تړلی وي، خپل بدن ګرولای شي کنه؟
هغه ځواب ور کړ: هو، ګرولای یې شي.
سړي بیا وپوښتل چې څومره اندازه یې ګرولای شي.
امام شعبي ورته وویل: تر هغه چې هډوکي یې ښکاره شي.

★ یو بل وسواسي سړي بیا پوښتنه ځینې وکړه چې د ږیرې مسح باید څنګه وکړم؟
هغه جواب ورکړ چې لندې ګوتې پکې تیرې کړه.
هغه بیا وپوښتل چې ماته شک رالویږي چې شاید سمه به ادا نه شي.
امام شعبي ورته وویل: نو بیا یې له ماخوستن څخه په اوبو کې خیشتوه، ګوندي سهار ته لنده شي.

★ امام ابوحنیفه رحمه الله نه یو چا وپوښتل: که څوک په نهر/ ویاله کې لمبیږي، نو مخ یې باید قبلې ته وي که بل طرف ته؟
هغه ځواب ورکړ: "مخ باید د کالیو طرف ته وي چې څوک یې غلا نه کړي"

★ ابن عثیمین رحمه الله نه چا وپوښتل چې څوک دعا وکړي، باید له هغه ورسته څه وکړي؟
هغه ورته وویل: "لاس دې کښته کړي"

★ یوه ورځ ابن عثیمین رحمه الله د نکاح په موضوع درس ورکاوو، چې یو سړی راغی او پوښتنه یې ځینې وکړه چې که یوې ښځې سره نکاح وکړم او ورسته خبر شم چې غاښونه یې نه شته، نو آیا دا د نکاح د فسخ کولو مناسب علت دی؟
هغه ځواب ورکړ: "داسې ښځه خو غنیمت ده، لا ښه ده خوله به نه شي درلګولای."

نوټ:
۱ـ که مو ورته وخندل، نو د "أضحکَ اللهُ سِنّک" مسنونې دعا حق درباندې لرم.



ـ
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ https://t.me/MDGWTi ✯𖣐⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉