Get Mystery Box with random crypto!

*~دایفل برج (Eiffel Tower):~* *دایفل برج چې په فرانسوي ژبه یې | د نړی هر اړخیز معلومات

*~دایفل برج (Eiffel Tower):~*
*دایفل برج چې په فرانسوي ژبه یې ( Tour Eiffel) بولي دفرانسې په پلازمیینې پاریس ( پیرس ) کې ودان سوی دی چې هرکال دنړۍ په ملیونونو سیلانیان ترې لېدنه کوي.*
*ددې برج ( ټاور) نوم ددغه برج دډیزاینر او طراح Gustave Eiffel دنامه له کبله دایفل دبرج په نامه سره یادیږي.*
*ددې برج لوړوالی (۳۲۴) مټره دی او ۱۶۶۰ زیني لري چې پاسنۍ برخې ته یې دلفټ په مرسته هم ختلاسئ.*
*دغه برج کار دفرانسې دانقلاب دسلمې کالیزې په ویاړ په۱۸۸۷زیږدیز/میلادي کې پیل اوپه۱۸۸۹ زیږدیز/میلادي کال کې تردووکلونو وروسته بشپړ شو.*
*دایفل برج د ودانولو په چاروکې ( ۸۵۰) تنو برخه درلودله.*
*دغه برج داوسپنې او فولادو د( ۱۸۳۸) بېلابېلو ټوټو نه جوړشوی دی او وزن یې لس زره ټنه دی چې ( ۷۳۰۰) ټنه فولاد پکې کارسوي دي.*
*دایفل برج تر جوړېدو دمخه دپاریس ډېرو خلکوددې برج په جوړېدو نیوکې او اعتراضونه وکړل چې ګواکې دابرج به دپاریس دښار ښکلا خرابه کړي،*
*خو له دې نه و خبر چې یووخت به ددوی دهېواد لپاره یوه غوړه عایداتي منبع وي .دفرانسې هېواد هرکال ددې برج دننداره کوونکو نه په ملیونونو یورو ترلاسه کوي.*