Get Mystery Box with random crypto!

هیڅ شی بې گټې نه دی پیدا شوی! کیدای شي د خښتو،تیږو او یا هم ل | د نړی هر اړخیز معلومات

هیڅ شی بې گټې نه دی پیدا شوی!

کیدای شي د خښتو،تیږو او یا هم لرگیو د پورته کولو پر محال د ځمکې لاندې نمجنو/لمدو ځایونو کې له دغه کوچنیو مخلوقاتو سره هتمن مخ شوي یاست نو له ځانه وپوښتٸ چې ولې الله تعالێ دغه عجیب او غریب مخلوقات منځته راوړي دي او د دوې دنده څه ده په طبیعت کې؟
دغې مخلوقاتو ته : oniscidae یا "woodlice" ویل کیږي او یواځینې کلک پوټکو له ډلې څخه دی چې په وچه کۑ ژوند کوي د دوې دنده د انسانانو لپاره د مضرو او درندو فلزاتو له منځه وړل دي له خاورې څخه لکه جیوه، کادمیوم او سرب له منځه وړي د ځمکې څخه . دغه ډیر مضره توکي دي د انسانانو لپاره .
(د الکتریکی سلولونو تویدل، د الکترونیکی وسیلو پاتې شوني، او فلورسنټ څراغونو ارزان والي او سپما د ډیرو صنعتي ضایعاتو په طبیعت کې او د هغوی نه ذخیره کول د خاورې او اوبو د چټلوالي سبب کیږي او خوراکي توکي په درندو او سرطان جوړونکو فلزاتو بدلوي).
دغه مخلوقات د خاورې او د ځمکني دسترخان په پاکولو کې مرسته او اړین رول لوبوي او موږ بی ضرره خواړ تیاروي، او موږ یو ځل بیا د الله تعالێ حکمت د هغه په منځته راوړلو کې قبلوو،ځکه هر څه چې واحد رب منځته راوړي او پیدا کړي دي نو هتمن یو حکمت پکښې نغښتی دی، هیڅ مخلوق بې گټې نه دی خلق شوی.
کاپی