Get Mystery Box with random crypto!

لابراتوار کې کرل شوې غوښه: نړۍ له ډېرو ګواښونو سره مخ ده چې یو | د نړی هر اړخیز معلومات

لابراتوار کې کرل شوې غوښه:
نړۍ له ډېرو ګواښونو سره مخ ده چې یو یې د زمکې تودوخه ورځ تر بلې په بیساري ډول لوړېدل دي. د دغو ننګونو لاملونه مالومول او په حللارو یې کار کول د سانیس پوهانو له لومړیتوبونو څخه دي. زرغون غازونه لکه میتان، کاربن ډاي اکساید فضا ته لېږدول د تودوخې په لوړوالي کې مهم رول لوبوي. وېل کېږي چې څاروي هم د دغو غازونو په تولید کې خورا ونډه لري او د هوا د ککړتیا سبب ګرځي.
په دې وروستیو کې ساینس پوهان په دې توانیدلي چې په لابراتوارونو کې د ځینې ځناورو له حجرو نه غوښه جوړه کړي. مخکې له دې چې دغه غوښې بازار کې پلور ته راوړل شي، څېړنې روانې دي چې خلکو ته به دغه غوښه د خوښې وړ وي؟ پایلې ښيي چې دغه ډول غوښې زیاتره خلکو ته د خوښې وړ نه دي.
په ۱۵۸۷ رضاکارانو چې ۳۵ سلنه یې غوښه خواره او ۵۵ سلنه یې سبزي خواره و، تجربه شوې. دوی وایي چې ان د لابراتواري غوښې مزه څکلو سره یې هم د کرکې احساس وکړ. د څېړنې مطابق د کرل شوې (لابراتواري) غوښې په شعوري ډول غیر طبیعي والی یې د ردونې یو لوی لامل و او دا واضح ده چې کار ته اړتیا ده ترڅو په لابراتوار کې کرل شوې دغه خواړه د خلکو اکثریت ومني.
څېړونکي په مقاله کې لیکي چې کرل شوې غوښه یو نوي ډول، غیر طبیعي او نااشنا خواړه دي چې انسان له دې مخکې هېڅ نه دي خوړلي نو ځکه ورته د کرکې او تردد وړ وي. څېړونکي وايي چې دې مفکورې سره د مبارزې لپاره باید کار وشي چې لابراتوار کې کرل شوې غوښه غیر طبیعي ده.
غوښه خوړونکو ګروپ ته لابراتواري غوښه د عامې غوښې په څېر ښکاره نه شوه خو سبزي خوړونکو ته بیا د عامې غوښې په څېر ښکاره شوه.
#لابراتواري‌غوښه #ساینس #پوهه #علم
#پوهه‌رڼاده
#تعلیم‌به‌له‌سیالوسیال‌کړي