ژوند سخت دی. ماشوم حيدر موږ ته د يوالي درس را زده کړ. هو ده موږ ته زموږ اصلي مشران را وښودل او دا یې ولس ته وويل چي زه يو ماشوم یم زما پوښتني او کومک ته د هيواد مالکين راځي او په ما یې دومره خوا بديږي. نو ای ولسه تاکي پراته د دې وطن په سترو هستيو به د دې هيواد د مالکينو څومره خوابديږي!؟ ستا به څومره قدر لري!؟. پام چي د غرب د لنډغرو په تبليغاتو ونه غوليږئ. اګاه اوسئ د دې مشرانو سره د هيواد په آبادۍ کي لاس يو کړئ. حيدر را زده کړه چي څنګه د افغان ولس ویني ارزښت پيدا کړی څنګه زما په بند پاته کیدلو ټول ولس خوابدی وو څنګه دا د وينو له سينده وتلي ولس راباندي شپې سبا کړې!؟ څنګه راباندي خلګو په لپو لپو اوښکي توی کړې!؟ قدر مي ځکه زیات وو چي زه مي د ملک مشرانو ته قدردان وم. عام او خاص راته لاسونه لپه کړي وه. حيدر را زده کړه چي دا ملک اوس د داسي مالکینو لاس ته لويدلی چي د هر عام او خاص غم لکه د ځان غم داسي ګڼي. 330 viewsعزیــــزالله عـزیــــراشنــــا, 10:05