Get Mystery Box with random crypto!

د ۱۸۳۹ کال د جولای ۲۳مه شپه، د غزني په بالا حصار باندې د برتان | د نړی هر اړخیز معلومات

د ۱۸۳۹ کال د جولای ۲۳مه شپه، د غزني په بالا حصار باندې د برتانوي پوځیانو برید چی د هغه وخت په تر ټولو پرمختللو وسلو سمبال و، او د افغانانو مقاومت په خپلو زړو او لومړنيو جیزیل ټوپکانو سره چې په نږدې جګړه کې یې اغېزمنتیا ډېره کمه وه. دا د کیت الکساندر په نوم د انګریز د پوځ د یوه کپتان د ډیر ښکلی او دقیق رسامی، رنګه - لیتوګرافیک چاپ دی چې د غزني د بالاحصار د نیولو شاهد و او بیا یې په غزني کې د خپل شتون پر مهال د غزني پر کلا د انګرېزانو د یرغل حقیقت ته ډېر نږدې انځور رسامی کړ. دا هنری اثر په ۱۸۴۰م کال کې د غزني له نيولو يو کال وروسته په لندن کې چاپ شو.