2021-10-13 13:03:07
د کار غوښتلو مرکه په واسطه
سلام حال مو څنګه دى؟
کارغوښتونکى: ښه يم .
يوازي تره سلامونه درته ويل.
رئيس: چې ولاړى کور ته زما خاص سلامونه ورته ورسوه، د سبا څخه کار ته راسه …
د کار غوښتلو مرکه بی واسطی:
پوښتني:
۱.په الوتکه کې ناست يې، 30 دانى خشتي لرى يوه يې لاندي غورځوى څو درسره پاتېږي؟
کارغوښتونکى: 29 دانى
+سم دى
۲.ښه ، څنګه په دريو حرکتو کې فيل په يخچال کې ځايوى؟
کارغوښتونکى:
لومړى د يخچال دروازه خلاصوم
دوهم فيل پکښې ايږدم
دريم د يخچال دروازه تړم.
+سم دى.
۳:زرافه په څلورو حرکتو کې په يخچال کې و ايږده
کارغوښتونکى:
لومړى د يخچال دروازه خلاصوم
دوهم فيل ځيني را باسم
دريم زرافه پکشې ايږدم
څلورم د يخچال دروازه تړم.
+سم دى.
۴:د ځنګل پاچاه څوک دئ؟
کارغوښتونکى: زمرى
+سم دى.
۵:ښه زمري خپل د کليزي محفل نيولي ټول ځناور ورغلي، يو ندى تللى، څوک ندى تللى؟
کارغوښتونکى:
زرافه نه ده تللى هغه په يخچال کې ده
+سم دى.
۶:يو سپين ږېرى غواړي د يو رود څخه تير سي، څنګه د کروکوډايلو څخه تير سي؟
کارغوښتونکى:
ډېر ښه هوسا تيريږي ،ځکه کروکوډايلونه (تمساحي) تللي د زمري د کليزي محفل ته.
+سم دى
۷: سپين ږېرى رود ته ولويدى او مړ سو ولي؟
کارغوښتونکى: نپوهيږم شايد ډوب سوى يې...
+يا نو…
هغه خشته چې تا د الوتکې څخه لاندي را وغورځول هغه يې پر سر ولګيدل
له بده مرغه تاسو نه منل کېږئ!
کارغوښتونکى
مشر
@TokiTakali راشی
1.0K views10:03