په امریکا کې د افغانستان له ملي شتمنۍ سره د غیر مسئولانه چلند په اړه د اسلامي امارت اعلامیه د امریکا جمهور رئيس بایډن د افغانستان هغه شتمنۍ چې د هغه هیواد په بانکونو کې کيښودل شوې وه، لومړی يې د ټولو نړیوالو نورمونو په خلاف کنګل کړه اوس غواړي چې پخپل سر غیر مسئولانه تصرف په کې وکړي. اسلامي امارت د بایډن دغه غیر موجه عمل د ټولو افغانانو په حقه حقوقو تیری بولي او په کلکه يې ردوي. د سپتمبر د ۱۱ پيښې د افغانانو پورې هيڅ تړاو نه درلود. د دې پېښې په بهانه د افغان ولس په شتمنۍ کې هرډول تصرف کول، څرګند تیری او ظلم بلل کیږي، چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د شوې توافقنامې ښکاره مخالفت دی. همدا ډول داسې کړنه ترسره کول، په افغانستان کې په خپلو شل کلنو جنایاتو د پردې اچولو هڅه ده. د دې لپاره چې امریکا له نړیوالې ملامتۍ څخه ځان وژغوري، او له افغانانو سره هم خپلې اړیکې خرابه نه کړي، باید له خپل دغه تصمیم څخه منصرفه شي. د افغانانو شتمنۍ بلاقید او شرطه خوشي کړي، نور له پاروونکوکړنو او داسې اعمالو څخه لاس واخلي چې د لا ډيرې بې اعتمادۍ سبب ګرځي. که امریکا له خپل دريځ څخه ونه ګرځي او پاروونکو کړنوته دوام ورکړي، اسلامي امارت به هم مجبوره وي چې د هغه هیواد په اړه پخپله پالیسۍ له سره غور وکړي د افغانستان اسلامي امارت 12/7/1443هـ ق 25/11/1400هـ ش ــ 2022/02/14م 1.8K views خادم مجاهد , 16:26