مجاهده وروره (۲۹)
ستا مشران معصوم او ملکې نه دي، نيمګړتياوې او تېروتنې به خامخا لري، بناءً که کومه تېروتنه، نيمګړتيا او خلا درمعلوميده په پوره وس او توان يې د اصلاح لپاره هلې ځلې کوه، همدا ستا شرعي مسووليت دی.
له تميم داري رض څخه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل
دين نصيحت دی. موږ وويل: د چا لپاره؟ هغه وفرمايل: الله تعالی، د هغه د کتاب، د هغه د رسول، د واکمنانو او عامو مسلمانانو لپاره. صحيح مسلم
د مسلمانانو واکمنانو ته د نصيحت معنی دا چې د حق په چارو کې مرسته ورسره وشي، اطاعت يې وشي، که احيانا د مسلمانانو د حقوقو په اړه کوم غفلت ورڅخه
کيده په نرمی تنبيه او تذکر ورته وشي، خلک يې اطاعت ته راوبلل شي، په درواغجنه ستاينه مغروره نکړل شي او د سمون او توفيق دعاګانې ورته وشي. شرح النووي على مسلم
#مجاهده_وروره
https://t.me/ABHRG