Get Mystery Box with random crypto!

فقط مهربانه اوسې. ‏ﺯړه تنګې يم... لدې چې يوه ښځه يم! محدودي | سپېڅلي احساسات

فقط مهربانه اوسې.


‏ﺯړه تنګې يم...
لدې چې يوه ښځه يم!

محدوديتونو وخوړم،
او بې انصافيو بيا ملا را ماته کړه.
ﺯه تل قربانې يم.
د تنګو فکرونو، ناپاکه ﺯړونو او بدو نيتونو!
ﺯړه مې، له مېني خلق شوى!
خو روح مې بيا
د رواجونو په ﺯولنو تړل شوى.

هر درد او غم..
په ﺯړه تيروم، او هر احساس په ځان کې وژنم...?



لونګ