Get Mystery Box with random crypto!

اخترکې مرور يو بل پخلاکوي . يو بل ته غېږې ورکوي او تېرې تېروت | سپېڅلي احساسات

اخترکې مرور يو بل پخلاکوي .
يو بل ته غېږې ورکوي او تېرې تېروتنې او ګناوې يې بخښي. که چېرې بیا هم عاشق خپل معشوقه پخلا نه کړي او مبارکي ورنه کړي نو بیا ګیله ترې کوي دې پخلاينو او ګیلو ته پښتانه داسې خوشحالي او هركلى کوي :
اختره ډېردې احسان منديم
چې مروراشنا مې غېږې له راځينه
اخترته ځکه خوشالېږم
چې مرور جانان به ما پخلاکوينه
زما له یاره ګیله کیږي
د لوی اختر مبارکي نه راکوینه
اختره څومره بختوريې
چې دوه ياران يوبل ته غېږې ورکوينه
ګرانې اختر دې مبارک شه
سپینه خولګۍ مبارکي راکړه مینه
دې وروستيو ناخوالو داسې کانې راوکړې، چې له پښتنو او نورو افغانانو نه يې داختر مېلې او ټالونه له ياده ووېستل او د اختر خوشحالۍ او مستۍ يې ترې واخستې، چې دا ناخوالې داسې ټپه شويدي :
اختره څنګه به خوشحال شم
چې مې په زړه پراته دلۍ، دلۍ غمونه!
خلک کالي کوي اختر دی
زه د شهید جامې په خوا کې ګرځومه
د غم اختر د غم سیلونه
د غم بازار دغم سودا په کې کومه
پښتانه اختر ته ډېر په تمه وي ، انتظار ورته باسي اوهوسيږي ورته .
د خوشالۍ بل نوم يې ګڼي . چې په ټپو کې داسې وايي :
اختر يوه لويه خوشالي وي
چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه
اختره شکردى، چې راغلې
په انتظار در ته د ډېرې مودې ومه
چې مازديګر شي ښکته لمر شي
په چا اختر شي څوک د غم نارې وهينه
جانانه راشه چې اختر شي
نن خو زما په اوږه واچوه لاسونه
پر ما هغه ورځ اختر ده
چې شیرین یار مې د ډولۍ په مخکې ځینه
ورځ د اختر ده نورڅه ندي
په سره جوړه کې راته شنه له خندا شینه
ګودر كې هره ورځ اختر وي
منګي په سر ورته راځي جونه سيلونه