Get Mystery Box with random crypto!

د خپل برياليتوب لپاره لاندې ټکي عملي کړه او نتيجه يې وگوره : | سپېڅلي احساسات

د خپل برياليتوب لپاره لاندې ټکي عملي کړه او نتيجه يې وگوره :

° له خلګو سره داسې چلند وکړه, لکه څنګه يې چې له دوي څخه, د ځان په حق کې توقع لرې..

° نوي ملګري پيدا کړه, مګر زاړه ملگري دې هم له لاسه مه ورکوه, کوم کارونه چې انډیوالي کوي , هغه ډير څه نه شی کولي .

° ځان غښتلی ونیسه,که چيرې له زړه نه غښتلی هم نه وې, خلک به نور باور هم درباندې وکړی‌.

° په لويو فکرونو کی فکر وکړه, اما له وړو خوشيو څخه خوند واخله .

° هيڅکله څوک مه ناهيلی کوه,کيداي شي, هغه به د هيلې پرته بل هيڅ نه لري..

° هيڅکله خپل موفقيت له واقع کيدو څخه مخکې مه اعلانوه.

: ارواپوهنه
: کارمل خان