Get Mystery Box with random crypto!

دیدار سفیر افغانستان با رئیس بیروی آسیا – پاسیفیک کمیشنری عالی | Afghanembassy in Tehran

دیدار سفیر افغانستان با رئیس بیروی آسیا – پاسیفیک کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور مهاجرین (UNHCR)
به تاریخ 7 جوزا 1400، معاون سرمحقق عبدالغفور لیوال سفیر کبیر و نماینده فوق العاده جمهوری اسلامی افغانستان با آقای اندریکا راتوتی، رئیس بیروی آسیا – پاسیفیک کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امورمهاجرین در ایران دیدار و گفتگو کردند.
طی این دیدار آقای راتوتی در مورد اهداف سفر کاری شان به ایران معلومات داده و اظهار داشتند که جهت اقدامات مؤثر بعدی برای رسیدگی به امور مهاجرین ملاقاتهای متعددی با کشورهای مهاجرپذیر در منطقه داشتند.
سفیر افغانستان در مورد چگونگی پروسه قانونمندسازی حضور مهاجرین افغان در ایران، از جمله پروسۀ توزیع تذکره و پاسپورت الکترونیکی معلومات مفصل داده گفتند، که باوجود محدودیت های ناشی از شیوع کوویید19 و قرنطین های پیهم این پروسه خوب به پیش می رود.
سفیر افغانستان همچنان در مورد نگرانی مهاجرین از بابت برنامۀ واکسین کووید 19 و محدودیت خدمات و مساعدت های سازمانهای بین المللی به مهاجرین افغان مقیم ایران صحبت کرده گفتند: ما از جمهوری اسلامی ایران بابت میزبانی حدود سه میلیون مهاجر افغان برای بیشتر از چهل سال سپاسگزار هستیم، اما توقع ما از سازمانهای بین المللی برای مهاجرین و بویژه UNHCR این است که در راستای رسیدگی و مساعدت به مهاجرین اهتمام بیشتر نمایند. به ویژه در شرایطی که بیماری کووید 19 تمام جهان از جمله ایران را بشدت متضرر کرده است، ایجاب می نماید، که سازمانهای بین المللی برنامه های مشخصی بخاطر واکسیناسیون مهاجرین افغان را در برنامه داشته باشند.
آقای راتوتی در زمینه به سفیر افغانستان اطمینان دادند، که باوجود محدودیت های بودجوی و بیشتر شدن مهاجرت های کتلوی در سرتاسر جهان، جهت رسیدگی به مهاجرین افغان مقیم ایران به طرح برنامه های مشخص و عملی اقدام خواهندکرد.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو چارو (UNHCR) د آسيا- پاسيفيک بيرو رييس سره په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفير او ځانګړي استازي کتنه.
د ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرګولي په ۷مه نېټه په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفير او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال، په اېران کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د کډوالو چارو (UNHCR) د آسيا- پاسيفيک بيرو رييس، اندريکا راتوتي سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي راتوتي اېران ته د خپل کاري سفر په هکله معلومات ورکړل او وويل چې د وروستيو اغېزمنو اقداماتو لپاره د کډوالو چارو ته د رسېدنې په برخه کې يې په سيمه کې د کډوالو منونکو هېوادونو سره کتلي دي.
د افغانستان سفير په اېران کې د افغان کډوالو د قانوني کېدو پروسې څرنګوالي له هغې جملې د برېښنايي پېژندپانو او پاسپورټونو وېش په اړه بشپړ معلومات ورکړل او ويل چې د کرونا وايرِس د خپرېدو او د قرنطین او محدوديتونو سره سره دغه پروسه په چټکۍ سره دوام لري.
ښاغلي سفیر دغه راز په اېران کې د افغان کډوالو لپاره د کوېډ۱۹ واکسین، خدمتونو، محدودیتونو او دغه راز په دې برخو کې په اېران کې له افغان کډوالو سره د نړۍوالو ادارو د مرستو په اړه وویل: موږ د اېران له اسلامي جمهوریت څخه مننه کوو چې له تېرو څلوېښت کلونو را په دېخوا د شاوخوا درې ملیونو افغان کډوالو کوربه دی، خو زموږ غوښتنه له نړۍوالو ادارو په ځانګړي ټوګه له UNHCRڅخه دا ده چې د افغان کډوالو لپاره لا زیاته پاملرنه وکړي، په ځانګړي توګه په داسې شرایطو کې چې ټوله نړۍ په ځانګړي توګه اېران د کرونا وبا زیانمن کړی دی، اړتیا ده چې نړۍوالې ادارې د افغان کډوالو لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې ونیسي.
ښاغلي راتوتي په تهران کې د افغانستان سفیر ته ډاډ ورکړ چې د بودیجوي محدودیتونو او په ټوله نړۍ کې د کډوالو زیاتېدو ته په پام سره به په اېران کې افغان کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې ځانګړي پروګرامونه طرحه او عملي اقدام وکړي.