ديدار هيات عاليرتبهٔ نهادهای ورزشی افغانستان با ورزشکاران و ف | Afghanembassy in Tehran
ديدار هيات عاليرتبهٔ نهادهای ورزشی افغانستان با ورزشکاران و فعالان ورزشی مهاجر
به روز پنجشنبه ۱۴۰۰/۰۳/۱۳ دکتور حفیظ الله ولی رحیمی رییس ادارهٔ تربیت بدنی، ورزش و رییس منتخب کمیتهٔ ملی المپیک جمهوری اسلامی افغانستان و هیات همراه شان که طی سفر رسمی چندروزه به جمهوری اسلامی ایران آمده بودند، با جمعی از ورزشکاران و فعالان ورزشی مهاجرین افغان مقیم ایران دیدار کردند. در برنامهٔ متذکره که به میزبانی سفارت برگزار گردید، ابتدا معاون سرمحقق عبدالغفور لیوال سفیرکبیر و نمایندهٔ فوقالعادهٔ جمهوری اسلامی افغانستان مقیم تهران سخنرانی کرده، به حمایتهای سفارت از ورزشکاران مهاجر، تلاشهای سفارت در جهت رفع مشکلات آنان، ضرورت حمایت نهادهای ورزشی کشور از آنها و اتحاد و همسبتگی فعالان ورزشی مهاجر تاکید کردند. سپس آقای شفیق شرق اتشهٔ فرهنگی، مسایل مهم مرتبط به ورزش مهاجرین را به صورت موردی و شرکتکنندگان برنامه نظریات، سوالات و پیشنهادات شان را با هیات عالیرتبهٔ ورزشی افغانستان شریک ساختند. دکتور حفیظ الله ولی رحیمی رییس ادارهٔ تربیت بدنی، ورزش و رییس منتخب کمیتهٔ ملی المپیک و هیات محترم همراه، پس از شنیدن دیدگاه سفارت و شرکتکنندگان برنامه، توضیحات مفصل در مورد پیشرفتها و وضعیت ورزش افغانستان ارائه کردند، به ظرفیتها و اهمیت نقش و جایگاه ورزشکاران مهاجر در توسعهٔ ورزش کشور پرداختند، به حمایت از ورزشکاران مهاجر، انسجام و یکپارچگی جامعهٔ ورزشی مهاجرین در ایران ،انتخابیشدن نمایندگان ورزش مهاجرین، ایجاد اصلاحات، سیستمسازی و نهادمندسازی روابط ورزشی تاکید کردند و به ورزشکاران و فعالان ورزشی مهاجر، از تدوام و بیشتر شدن حمایت نهادهای ورزشی افغانستان اطمینان دادند.
**************** له افغان کډوالو ورزشکارانو او ورزشي فعالانو سره د افغانستان ورزشي بنسټونو عالي رتبه پلاوي کتنه
د ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرګولي په ۱۳مه نېټه د افغانستان د بدني روزنې ادارې رييس او د المپيک ملي کمېټې منتخب رييس، ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي، چې د لوړپوړي ورزشي پلاوي په مشرۍ اېران اسلامي جمهوريت ته په څو ورځني سفر راغلی و؛ په اېران کې يې له افغان کډوالو ورزشکارانو او ورزشي فعالانو سره وليدل. په نوموړي پروګرام کې، چې په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفارت له لوري جوړ شوی و، په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوري لوی سفير او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال وينا وکړه، له افغان کډوالو ورزشکارانو سره يې د سفارت پر ملاتړ، د ورزشکارانو ستونزو د حل په برخه کې د سفارت پر هڅو، له دغو ورزشکارانو سره د افغانستان د ورزشي بنسټونو د ملاتړ پر اړتيا او د کډوالو ورزشي فعالانو پر يووالي او پيوستون ټينګار وکړ. له هغې وروسته د سفارت فرهنګې اتشې، ښاغلي شفیق شرق، په اېران کې د افغان کډوالو ورزشکارانو ستونزې او دغه راز ګډونوالو خپل نظریات او پوښتنې د افغانستان له لوړ پوړي ورزشي پلاوي سره شریکې کړې. د افغانستان د بدني روزنې، ورزش او د المپک ملي کمېټې مشر، ښاغلي ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي د سفارت او د پروګرام د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د افغانستان د ورزش او شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل، د کډوالو ورزشکارانو پر ونډې او ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي د کډوالو ورزشکارانو یوالی مهم وباله او د ورزشکارانو د استازو پر انتخابي کېدو، د ورزشي اړیکو پر پراخېدو، د اصلاحاتو پر راوستو او پر سیستم جوړونې یې ټينګار وکړ. په پای کې ښاغلي رحیمي کډوالو ورزشکارانو ته د افغانستان د ورزشي بنسټونو په استازیتوب د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ.