به تاریخ 22 جوزا 1400 هجری شمسی، معاون سرمحقق عبدالغفور لیوال، | Afghanembassy in Tehran
به تاریخ 22 جوزا 1400 هجری شمسی، معاون سرمحقق عبدالغفور لیوال، سفیرکبیر و نماینده فوق العاده جمهوری اسلامی افغانستان مقیم تهران در دفتر کاری شان با آقای دوکتور سردار محمد رحیمی، معین محترم وزارت معارف کشور و هیئت همراه شان که جهت بازدید از دفتر نمایندگی و مدارس خود گردان مهاجرین افغان به تهران سفر نموده اند، دیدار و گفتگو کردند. در ابتدا آقای لیوال، تشریف آوری آقای رحیمی و هیئت همراه شان را به خاطر بازدید از نمایندگی وزارت معارف و مکاتب خودگردان مهاجرین افغان در ایران را به فال نیک گرفته، خواهان اقدامات مؤثرتر برای شناساندن هرچه بیشتر فرهنگ و تاریخ افغانستان به کودکان مهاجر افغان و ارائه سمینارها با هدف بالا بردن ظرفیت اساتید در این مکاتب شدند. بالنوبه آقای رحیمی از همکاری های همیشگی مقام سفارت با نمایندگی محترم وزارت معارف ابراز تشکر و قدردانی نموده، وعده سپردند که در تفاهم با مقام محترم وزارت معارف، جهت بالابردن ظرفیت اساتید و معرفی فرهنگ و تاریخ افغانستان در این مکاتب، اقدامات لازم را روی دست خواهند گرفت. آقای لیوال در ادامه از کارکردهای اتشه محترم وزارت معارف در ایران ابراز رضایت و قدردانی نمودند.
د ۱۴۰۰ لمريز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوريت لوی سفير او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال، د افغانستان د پوهنې وزارت مرستيال، ښاغلي ډاکټر سردار محمد رحيمي او مل پلاوي سره، چې د پوهنې وزارت نمايندګۍ او په اېران کې د افغانانو ښوونځيوڅخه د ليدنې په موخه تهران ته راغلی و، په خپل کاري دفتر کې وليدل. په پيل کې، ښاغلي لېوال، د پوهنې وزارت نمايندګۍ او د افغانانو ښوونځيو څخه د ليدنې په موخه د ښاغلي ډاکټر رحيمي او مل پلاوي سفر په نيک فال ونيو او د راتګ هرکلی يې وکړ او له پلاوي څخه يې وغوښتل چې په نوموړو ښوونځيو کې افغان ماشومانو ته د افغان کلتور او تاريخ پېژندنې او د ښوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه دې سمينارونه جوړ شي او په دې برخه کې دې اغېزمن اقداماتو وشي ښاغلي رحيمي، په اېران کې د پوهنې وزارت له نمايندګۍ سره د افغانستان د سفارت همکاري وستایله او مننه یې وکړه. همدا راز یې ژمنه وکړه چې د پوهنې وزارت له هوکړې سره سم به، په يادو ښوونځيو کې د افغان کلتور او تاريخ پېژندنې په موخه لازم اقدامات وشي. په پای کې ښاغلي لېوال په تهران کې د پوهنې وزارت اتشې کارونه وستايل او د دې څانګې له کارونو څخه يې خوښي څرګنده کړه.