Get Mystery Box with random crypto!

د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ په ۱۳مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهور | Afghanembassy in Tehran

د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ په ۱۳مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسي جرګې د دیني، کلتوري، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمېسیون رییس، ښاغلی امیرګل شاهین او ورسره مل پلاوی چې د اېران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا مجلس د کلتوري کمېسیون له لوري رسماً دعوت شوي او تهران ته رارسېدلي وو. نن یې د فرهنګي کمېسیون رییس، ښاغلي حجت الاسلام والمسلمین ډاکټر آقا تهراني او د اېران اسلامي جمهوریت د افغانستان او اېران د پارلماني دوستۍ ډلې رییس، ښاغلي جدي سره جلا جلا وکتل.
په پیل کې د پلاوي د غړو په استازیتوب ښاغلي شاهین د ښاغلي تهراني له بلنې مننه وکړه او وویل: د افغانستان اسلامي جمهوریت په ولسي جرګه کې موږ وکیلان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اېران اسلامي جمهوریت د مرستو په ځانګړي توګه له جمهوري نظام او د بین الافغانی سولې بهیر څخه ملاتړ، د افغانستان استادانو ته د بورسونو ورکړې او د اېران له لوري د افغان کډوالو مېلمه پالنې ستاینه او مننه کوو. همدا راز د دوو کمېسیونونو تر منځ د پارلماني ډلو پر جوړېدو او د فرهنګي اړیکو پر پراخېدو ټینګار کوو.
همدارنګه ښاغلي تهراني او ښاغلي جدي، د افغانستان د ولسي جرګې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې موږ د افغانستان له پارلمان په ځانګړي ډول د فرهنګي چارو له کمېسیون سره په فرهنګي او ټولنیزو برخو کې هر ډول مرستې ته چمتو یو.
دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د ګډو فرهنګې اړیکو د پراختیا لپاره به د وبینارونو جوړولو په برخه کې هڅې وکړي.
*******************************************
به تاریخ ۱۳ سرطان ۱۴۰۰ هجری شمسی، جناب آقای امیرگل شاهین رئیس کمیسیون امور دینی،فرهنگی،معارف و تحصیلات عالی ولسی جرگه جمهوری اسلامی افغانستان و هیئت همرای شان که به دعوت رسمی کميسيون فرهنگی مجلس شورای اسلامی جمهوری اسلامی ایران وارد تهران گردیده بودند ،امروز با جناب آقای حجت الاسلام والمسلمین دکتر آقا تهرانی،رئیس کمیسیون فرهنگی و جناب آقای جدی،رئیس محترم گروه دوستی پارلمانی ایران و افغانستان،جمهوری اسلامي ايران بصورت جداگانه‌ دیدار و گفتگو نمودند.
در ابتدا آقای شاهین به نمایندگی اعضای هئیت از دعوت شان به تهران از جناب آقای تهرانی ابراز تشکر و قدر دانی نموده گفتند: که ما وکلاء در ولسی جرگه جمهوری اسلامی افغانستان از کمک‌های جمهوری اسلامی ایران در عرصه های مختلف از جمله حمایت دولت و مردم ایران از نظام جمهوریت،پروسه صلح بین الافغانی ،دادن بورسیه های تحصیلی به اساتید افغان و همچنان مهمان نوازی مهاجرین افغان را به دیده قدر نگریسته خواهان ایجاد گروه پارلمانی دو کمیسیون و گسترش روابط بیشتر فرهنگی شدند.
متعاقبا آقایان تهرانی و جدی ضمن خیر مقدم و خوش آمدید به هيئت محترم پارلمان افغانستان فرمودند که ما آماده هرنوع همکاری در عرصه های فرهنگی و اجتماعی با پارلمان جمهوری اسلامي افغانستان از جمله کميسيون امور فرهنگی بوده و هستیم .
در ادامه طرفین تاکید بر ایجاد گروه های مشترک بخاطر برگزاری ویبنار های مختلف و گسترش روابط بیشتر امور فرهنگی نمودند.