Get Mystery Box with random crypto!

العصر بصري څانګه

لوگوی کانال تلگرام alasar_basri_sanga — العصر بصري څانګه ا
لوگوی کانال تلگرام alasar_basri_sanga — العصر بصري څانګه
آدرس کانال: @alasar_basri_sanga
دسته بندی ها: دستهبندی نشده
زبان: فارسی
کشور: ایران
مشترکین: 4.28K
توضیحات از کانال

د العصر خپرندويه ادارې بصري څانګې ته ښه راغلاست
العصر بصري څانګه ستاسو اسلامپالو وروڼو خپله څانګه
شخصي رابطې لپاره همدلته کلک وکړئ مننه
ستاسو ورور قانت آغا👈
@QanitAgha

Ratings & Reviews

1.50

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

0

4 stars

0

3 stars

0

2 stars

1

1 stars

1


آخرین پیام ها

2022-02-22 16:32:56 پیدا یې کړ ارزښت

پیدا یې کړ ارزښت او شولي ګرانه زموږ ویني
ډېر پام کوه نړۍ ندي ارزانه زموږ ویني

اوس موږ شو ټول د یوه بدن اَجْزاوي شکر شکر
اوس ته نشې زبېښای مغرور جهانه زموږ ویني

اعلیٰ یو که ادنا یو اوس د ټولو بس یو درد دی
بس نور به نه شي توۍ افغانستانه زموږ ویني

نور نشته ننداره هیڅ سړي خورو نړیوالو
شوي دلته باقیمته له پخوانه زموږ ویني

نور ستا وینو رنګ راوړی نن دا ستا له برکته
شوي بندي مو کاله کي قهرمانه زموږ ویني

زَمِیل به دي ادا کړي څنګه شکر لا یزاله
چي تاکړې قدرمني قدرانه زموږ ویني

حافظ سیف زَمِیل
238 views13:32
باز کردن / نظر دهید
2022-02-22 16:30:42 طالب : د وخت د آزادۍ نوم دی
طالب : پر دين د قربانئ نوم دی

طالب : د شل کلن جهاد نوم دی
طالب : د ماتي د نړۍ نوم دی

طالب : دغيږي داولس نوم دی
طالب : دعفوي وروولئ نوم دی

طالب : دخدای رسول داعي نوم دی
طالب : دننګ اودين هستئ نوم دی

طالب : دوخت بندي يوسف نوم دی
طالب : د ماتي پري کړئ نوم دی

طالب : دوخت غازي شهيدنوم دی
طالب : دهيلو د ځولئ نوم دی

طالب : د وخت دامارت نوم دی
طالب : دوخت د واکمنۍ نوم دی

طالب : پرشونډو دد دعانوم دی
طالب : داوښکواوخوښۍ نوم دی

طالب : دی دا ندامحـمد لبيب
طالب : يي نن دشاعرۍ نوم دی

ندا محمد لبیب
241 viewsedited  13:30
باز کردن / نظر دهید
2022-02-22 16:28:50 نعت شریف

ژونــد هغه دی ستا پـه مینه چـــي ودان وي
یـاهــم ستـا لــه پاکـي میني نـه قـربان وي

چـي یي ستا دعشق ډیـوې زړه کـي وي بلي
پـر هغه بانــدي رحمت دپــاک سبحانﷻ وي

هــم دنیا هــم آخــرت کــي بـه کامیاب وي
څوک چــي ستا پر نقش قـدم باندي روان وي

دالله ﷻ نــصــرت به تــل ورسـره مل وي
هغه څوک چــــي داصــحــابــو لارویان وي

چي کوم زړه داستا وصال باندي سیراب شي
هـفـه زړه بـانــدي به پاته کـــوم آرمان وي

ای.احــمــد الـیـاسـه.هـغـه بــخــتــور دي
چــي مـیـن پـر مـحـمـد ﷺ آخـِر زمان وي

احمدالله الیاس
197 views13:28
باز کردن / نظر دهید
2022-02-22 16:26:09 غزل

امن راغلی د ژوندون نوې ښکلا راغلې
په پر هاري شونډو مو شکردی خندا راغلې

بسّته راځه نور ته هم راشه خپل وطن ته یاره
اوس طوطکۍ دلته د امن تر درګا راغلې

څه د خوښی د ویصال زېري له بهاره راځي
خزان وهـــلو سرو غــوټیو ته نڅا راغلې

احساس د میني اولسونو کي دي ښه ګرم کړ
په مړاوو زړونـو کې خـوښي بې انتها راغلې

محسن طالبه ستا به تل دغه احسان منمه
ستا په راتلو سره مو ژوند کې نوې ساه راغلې

محسن احسان
207 views13:26
باز کردن / نظر دهید
2022-02-22 16:25:28 داڅولسیزي موپوښته چیري چاونه کڔه
د لاس نیوې یوه خبره مو دنیا ونه کڔه

طالبه دوست به دې هغه ماردلستوڹې نه شي
چاچې دشوموگذاروصرفه په تاونه کڔه

ستابدنامۍ ته یې دي لاهم نوري لیڅې نغښتې
دښمن دي خپل پرتیروکڔنو اِکتفاونه کڔه

بیابه دي هم ترقدمونولاندې خاورې کاږي
مـتضررودی پروڔاندې څه بیابیاونه کڔه

غاصب کافرموپه وژنوباندې دریغ ونه کڔ
مؤمین ملت موملگرتیاکې هیڅ جفاونه کڔه

نڔۍ دخپلې تاریخي ماتې احساس نه لري
غلام یې خپل په بندگۍ باندې حیاونه کڔه

ورځ دمحشرکې مي شهیده ترگریوان ونیسه
که مي داستاله قربانۍ سره وفاونه کڔه

دشهیدانو دکاروان سره ملگرئ نه شوي
نصیب دي رحماني آشناداسپیڅلتیاونه کڔه

قاري رحماني آشنا
204 views13:25
باز کردن / نظر دهید
2022-02-22 16:21:33 غزل

په نظر مه شه د هيواد غازي بدري سرتېري
خدای ج دې اباد لري پياوړي عمري سرتېري

دګران هيواد دفاع ته کلک لکه سندان ولاړ دي
د خپل هيواد دفاع کوي تل منصوري سرتېري

سپه سالار غازي يعقوب خدمت ته مټي نغښتې
تياروي د خدای په مرسته ابدالي سرتېري

که خدای کول وخت به راځي ستابه پوښتنه کوي
اقصٰی جهان کې لا اوس هم شته ايوبي سرتېري

د دې وطن ښارونه وګوره رڼا وي شيندې
ورته راغلي دي له غرونو يوسفي سرتېري

دا چې ساده غزل يې ځان لره ښکلا پيدا کړي
الفت ستایلي خپل غزل کې غيرتي سرتېري

الفت ملنګ
228 viewsedited  13:21
باز کردن / نظر دهید
2022-02-22 15:50:34 د کيږدیو زندګي.

دا د دنګو سـرو سپينو ماڼيـو زندګي
هیره درنه نه کـړي د کیږدیـو زندګي

تکې تـورې شپـې، تـڼاکې تلې مزلونه
مه باسـه له فکـره د سختیـو زندګي

نه لره تـا حق د ژوندانـه په دنیاګۍ،
او ندې وه پـه مثل د ژوندیو زندګي

ور مـو کـړې زړګیـه د ژڼکیـو نذرانې
نه ده په قیمت د څـو روپيو زندګي

تیره ده پدې خاوره دوره د ادمخور
هيڅ په امـن نـه وه د مرغیو زندګي

ګرده کرځېده دخزانونو سره سیلۍ
نه راتللـــــه دلتـه د سپرلـیـو زندګي

زړه چِ دګربزمستغفرشو پرچا راټول
زر به ورنه واخیستـه مرمیو زندګي

مستغفر ګربز
279 viewsedited  12:50
باز کردن / نظر دهید
2022-02-20 17:14:37 وه زلمیه.

ټيټه دې د پلار نیکه شمله نه کړه
شابـاسـې تـا ماته حوصله نه کړه

تا د افغانیت غرور ثابت کړ چې...
هیڅ دې په باطل نظام تکیه نکړه

افرین پـر تـا د مور شیدې دې شه
هیله دژوندي ضمیر دې مړه نکړه

وه زلمیـه. مستـه د ایمـان په زور،
غـاړه دې پرادیـو تـه کـاږه نه کړه

بیرتـه دې سالمـه ارګ تـه راوسته
نیـمـه دې پـر لاره قـافـلـه نـه کړه

ته نړۍ ته ګرم وې بس پدې وجه
پښو تـه دې د کُفر سجـده نه کړه

سـم لـکـه زړګـی د مستغفـر ګربز
سپکه دې له غـم څخه اوږه نکړه

مستغفر ګربز
505 views14:14
باز کردن / نظر دهید
2022-02-17 10:36:33 د جهاد خاطرې

د کمینونو شبګیرونو او اعداد خاطرې
څومره خوږې دي را یادیږي دجهاد خاطرې

فدائي یاره چې څوک پوه وي ستا د میني په راز
کله بیا اوري د مجنون او د فرهاد خاطرې

تا چې د دین په شمعه ځان کړ لولپه پتنګه
مورخ د زړه له کومي کاږي ستا په یاد خاطرې

د عشق ډېوه چي کله بله شي تیاره جهان کې
ستائي جانانه ستا خوږې د استشهاد خاطرې

تا چي دفاع کې د مظلومو سرښیندنه وکړه
څنګه به اوباسي له زړه دي دا عباد خاطرې

د روس چنګیز ،انګرېز زړګي اوس هم لړزه ووهي
چي کله هم شی ور پر زړه زموږ د هیواد خاطرې

چې له سینې دي د بارودو قطارونه تاو کړل
کړې راژوندۍ دي د حمزه او د میقداد خاطرې

و غزلونو ته مشهوده رنګینۍ ترې واخله
شعرو کي ونغاړه په څیر یې د ارشاد خاطرې

مشهود
559 viewsedited  07:36
باز کردن / نظر دهید
2022-02-17 10:16:08 دچم ښکلي دعاګاني درته کاندي
نازولي دعــــــــاګاني درته کاندي

ته سپېڅلی یې سپېڅلی دي هدف دی
چي سپېڅلي دعاګاني درته کاندي

ستابریاغواړي ددې کلي وګړي
راوتلي دعـــــاګاني درته کاندي

دګلونو دې کږې درپسي څانګي
او سنځلي دعاګاني درته کاندي

چادسترڅښتن دربارته غبرګ لاسونه
دي نیولي دعاګاني درته کاندي

ای! دسپیني اوکږې پګړۍ خاونده
ستالیدلي دعاګاني درته کاندي

ځه همت کوچیه ووایه چي خلګ
ولي ولي دعـــــاګاني درته کاندي

همت کوچی
553 views07:16
باز کردن / نظر دهید