Get Mystery Box with random crypto!

د ځنګلونو د غير قانوني پرېکېدو او د لرګيو قاچاق دمخنوي پر طرحه | الاماره نیوز

د ځنګلونو د غير قانوني پرېکېدو او د لرګيو قاچاق دمخنوي پر طرحه د کرنې په وزارت کې مشورتي غونډه دائره شوه
۳۰ لړم ۱۴۰۰ هـ.ش
۱۵ ربیع الثاني ۱۴۴۳ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس الدين شريعتي په رهبرۍ او د کورنيو چارو وزارت، ماليې، صنعت او سوداګرۍ او استخباراتو د استازو په شتون کې د هېواد د ځنګلونو د غير قانوني پرېکېدو او د لرګيو قاچاق دمخنوي دطرحې چمتو کولو په پار دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو مواردو له ډلې د ځنګلونو د پرېکېدو او دلرګيو قاچاق دمخنيوي، د سون لرګيو او چارتراش لرګيو قانوني سوداکري په پار خبرې وشوې تر څو په طرحه کې ځای پرځای شي او تر بشپړېدو وروسته د کابينې غونډې ته وړاندې شي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس‌الدین شریعتي د ځنګلونو د بېرحمانه پرېکېدو او د دولت د پرېکړې په هکله حاضرينو ته وويل:" اسلامي امارت دلرګيو قاچاقبرانو او د افغانستان سيمه ييزو ځنګلونو پرېکوونکو سره جدي چلند کوي، په همدې موخه د دولت مشرتابه پرېکړه کړې ده، چې دکرنې وزارت د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو او د هېواد د سيمه ييزو ځنګلونو د ساتنې په پار ۴۰۰کسيزه نظامي قطعه ايجاد کړي".
ديادونې وړ ده، د افغانستان د وروستيو څلور لسيزو تحولاتو کې ځنګلونه په بېرحمانه ډول پرې او قاچاق شوي دي. د اوس لپاره حکومت د ځنګلونو پرېکول او قاچاق بند کړي دي. ددې طرحې تر بشپړېدو وروسته د ځنګلونو د پرېکولو د مخنيوي او لرګيو څخه د ګټې اخيستنې په موخه غوره ميکانيزم په پام کې نيول کېږي.

نشست مشورتی روی تهیه طرح جلوگیری از قاچاق چوب و قطع غیر قانونی جنگلات دایر شد
۳۰ عقرب ۱۴۰۰ هـ.ش
۱۵ ربیع الثانی ۱۴۴۳ هـ.ق
جلسه‌ای به منظور تهیه طرحی برای جلوگیری از قاچاق چوب و قطع غیر قانونی جنگلات کشور تحت رهبری مولوی شمس‌الدین‌شریعتی معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت و نماینده‌گانی از وزارت امور داخله، مالیه، صنعت و تجارت و استخبارات در وزارت زراعت برگزار شد.
در این نشست روی موارد مختلفی جهت جلوگیری از قطع جنگلات، قاچاق چوب، تجارت قانونی چوب سوخت و چوب چهار تراش بحث صورت گرفت تا در طرح گنجانیده شده و بعد از نهایی سازی به جلسه کابینه ارائه گردد.
مولوی شمس‌الدین شریعتی معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در مورد قطع بی‌‎رحمانه جنگلات و تصمیم دولت به حاضرین گفت" امارت اسلامی تصمیم قاطع دارد که با قاچاق‌بران چوب و قطع کننده گان جنگلات بومی افغانستان برخورد جدی می‌نماید، از همین خاطر رهبری دولت تصمیم گرفته که قطعه ۴۰۰ نفری از نیروهای نظامی را برای برگردان زمین‌های غصب شده وزارت زراعت و حفاظت از جنگلات بومی کشور ایجاد کند".
قابل ذکر است که در چهار دهه تحولات اخیر افغانستان جنگلات بومی بصورت بی رحمانه قطع و چوب آن قاچاق گردیده‌است. حکومت قطع جنگلات و قاچاق آن را برای فعلآ بند کرده‌است. بعد از نهایی سازی این طرح میکانیزم بهتری برای بندش قطع جنگلات و استفاده از چوب‌های موجود در نظر گرفته می‌شود.