د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پخواني ویاند له لوري د اجباري واده او شکنجې په اړه د یوې محصلې نجلۍ له ادعا وروسته، پروان ولایت کې یو شمېر نجونو په دې اړه اعتراض وکړ. اعتراض کوونکو نجونو شعارونه ورکول چې د افغان ښځو له ژوند او برخلیک سره باید لوبې ونه شي. دوی اجباري ودونه «تدریجي مرګ» بللی، د الهې او د هغې په څیر نورو نجونو د خلاصون غوښتونکې شوې دي. الهې تازه په یوې ویډیو کې ویلي، چې سعید خوستي د طالبانو د استخباراتو ریاست کې هغه په زور مجبوره کړې چې واده ورسره وکړي. الهه وايي، چې د کابل په طبي پوهنتون کې د طب محصله ده او پلار يې د ملي امنيت له پخوانيو جنرالانو څخه و. https://www.etilaatroz.com/ps/2022/09/01/women-protesting-in-parwan-save-elaha-and-girls-like-her/ 480 views09:35