Get Mystery Box with random crypto!

ترکیې يو ځل بيا افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمنتيا ښودلې کاب | امارت اسلامی افغانستان ولایت هرات

ترکیې يو ځل بيا افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمنتيا ښودلې
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۰ل)
په قطر کې د ترکیې سفیر د "اسلامي امارت" د سیاسي دفتر له مرستیال مشر "شیر محمد عباس ستانکزی" سره کتلي او یوځل بیا یې افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمنتيا ښودلې.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند "ډاکټر محمد نعیم" پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، افغانستان کې پر روان وضعیت، او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د ډاکټر نعیم په خبره ترکیې یوځل بیا ډاډ ورکړی، چې افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي.
باید وویل شي چې په قطر کې د ترکیې سفیر داسې مهال طالب استازو ته افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکوي، چې تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر "رجب طیب اردغان" هم ویلي و چې افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي او په خبره یې ترکيه افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده.
@emarateislami_af