Get Mystery Box with random crypto!

د مزدور دښمن وروستۍ ځاله پنجشیر ولایت په بشپړډول فتحه شو د لو | امارت اسلامی افغانستان ولایت هرات

د مزدور دښمن وروستۍ ځاله پنجشیر ولایت په بشپړډول فتحه شو
د لوی الله جل جلاله په نصرت او زموږ د ولس په ملاتړ په هیواد کې د بشپړ امنیت په لور وروستۍ هڅې هم نتیجه ورکړه او د پنجشیر ولایت په کامل ډول د اسلامي امارت تر کنترول لاندې راغی.
په یاد ولایت کې د شریر باند متصديان او یاغیان ځينې وځپل شول او باقي پاتې وتښتیدل، د پنجشیر مظلوم او باعزته ولس يې له شر څخه خلاص شو.
د پنجشیر شریف ولس او خلکوته پوره ډاډ ورکوو چې له هغوی سره به هيڅ ډول توپيري چلند نه کیږي، ټول زموږ وروڼه دي، د یوه هیواد او یوه هدف لپاره به مشترک خدمت کوو.
په دغې فتحې او آخیرې هڅې سره نور هیواد په بشپړ ډول له جنګ جګړو څخه راووت او هیواد به مو د آزادۍ، خپلواکۍ او آبادۍ په فضا کې آرام او سوکاله ژوند ولري. ان شاءالله تعالی
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۸/۱/۱۴۴۳هـ ق
۱۵/۶/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/۹/۶م
@emarateislami_af