Get Mystery Box with random crypto!

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په کابل کې د ا | امارت اسلامی افغانستان ولایت هرات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په کابل کې د اسلامي امارت له مسوولینو سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به پنځه میلیارده کلدارې مرسته کوي.
‏ده همدارنګه ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه پاکستان ته د تازه او وچو میوو پر صادراتو باندې به مالیه معاف کړي.
‏هغه زیاته کړه چې دروازې به د تجارت له پاره ۲۴ او د خلکو د تګ را تګ له پاره ۱۲ ساعته خلاصې وي او افغاني موټر به تر کراچي او پیښور پورې د تګ اجازه ولري.
‏قریشي وویل چې افغان تجارانو ته به هم په تورخم کې د یوې میاشتې له پاره ویزه ورکول کیږي.
‏د قریشي د څرګندونو له مخې؛تورخم کې به افغان ناروغانو ته فوري ویزه ورکول کیږي او د تګ را تګ له پاره به یې سهولتونه برابروي.

@emarateislami_afg