2021-10-11 14:57:21
د وزیرانو شورا غونډه ترسره شوه
نن سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۲ بجو پورې په ارګ کې د اسلامي امارت د وزیرانوشورا غونډه وکړه او په غونډه کې د هیواد په کچه بیلابیل موضوعات تر بحث او څیړنې لاندې ونیول شول.
په غونډه کې د مشرتابه له خوا په امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې وزیرانو ته لازم هدایات ورکړل شول.
پریکړه و شوه، چې د ا سلامي امارت له صفوفو څخه دې نامطلوب کسان وایستل شي او د فعالیت اجازه دې ورنکړل شي.
دغه راز د وزارت خانو او حکومتي تاسیساتو امنیتي برخو ته دې جدي توجه وشي، په تجارتي برخه کې دې ملي تجارانو او کسبه کارانو ته لازم سهولتونه برابر شي.
د بهرنیو مرستو د تنظیم ، ګودام او په ا ړمنو خلکو باندې د ویش منظم پلان دې جوړ کړل شي، د ترانسپورتي اتحادیو ستونزو ته دې رسیدګي وشي او په هوایي برخه کې دې د هلیکوپترو یو آزاد ترانسپورتي شرکت ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.
همداراز په ځینو موضوعاتو باندې د نظر تبادله وشوه.
۱۴۴۳/۳/۵ھ ق
۱۴۰۰/۷/۱۹ھ ش- 2021/10/11 م
@emarateislami_afg
817 views11:57