Get Mystery Box with random crypto!

‏د کانونو او پټرولیم وزارت، د کندهار ولایت د سمنټو پروژې د قرا | امارتي ميډياEmaratimedia

‏د کانونو او پټرولیم وزارت، د کندهار ولایت د سمنټو پروژې د قرارداد د لاسلیک خبر ورکړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت، د کندهار ولایت د سمنټو پروژې د قرارداد د لاسلیک خبر ورکړ.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: د کندهار ولایت د شور اندام سمنټو پروژې تړون، پرون د کانونو او
‏پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د احمد نبی‌زاده شرکت د رئیس له لوري لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ د کندهار د شوراندام سمنټو پروژه د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د اکتشاف، استخراج او پروسس په پړاو کې ده، چې کلنی تولید یې
‏شاوخوا یو میلیون ټنه سمنټو ته رسېږي.د يادونې وړ ده چې په دې پروژه کې به پنځه زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.


*#امارتي_ميډياټلګرام_نوی_چينل*
http://t.me/EmaratMedia2023