Get Mystery Box with random crypto!

مفتي رضوان الله فيضاني

لوگوی کانال تلگرام ghranafghanistan1000 — مفتي رضوان الله فيضاني م
لوگوی کانال تلگرام ghranafghanistan1000 — مفتي رضوان الله فيضاني
آدرس کانال: @ghranafghanistan1000
دسته بندی ها: تحصیلات
زبان: فارسی
مشترکین: 1.38K
توضیحات از کانال

مولوي رضوان الله فيضاني
رسمي چينل

Ratings & Reviews

4.00

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

1

4 stars

0

3 stars

1

2 stars

0

1 stars

0


آخرین پیام ها

2022-11-24 19:25:53
چې ماښام مې دا ستا نوم پر ژبه راغی
تــر ســـــبا شـونـډې خـوږې رالږېدې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.
66 views16:25
باز کردن / نظر دهید
2022-11-23 18:22:21 (د معسکر خاطره)

ليکوال : م رضوان الله فيضاني

درېيمه برخه

د غرۀ پر لوري مو حرکت وکړ او روان شولو، يو ملګری چې د معسکر په تعليمي دوره کې شامل نه و راته مخته شو او مونږ ورپسې شولو، دغه ملګری د غرنۍ سيمې اوسېدونکی و مزل يې ډېر تېز کاوۀ، يو ملګري هم ورپسې ځان نه شو رسولای، ما ډېر کوشش کاوۀ چې ځان ورپسې ورسوم، خو له ډېر کوشش سره سره به مو بيا هم تر منځ تقريبا پنځه يا شپږ متره فاصله موجوده وه.
په غرۀ کې د لرګيو ځای ته ورسېدو، وهل شوې ونې پرتې وې، هر ملګري د خپل وس مطابق يو يا دوه دانې شاخونه له ځان سره راواخيستل، او بېرته مخ پر ښکته راروان شولو، په بېرته تلو کې يو څه ستونزه زياته شوه، ځکه چې يو خو په غرۀ کې مخ پر ښکته تګ يو څه ستونزمن وي او بله دا چې غټ غټ شاخونه مو هم له ځانونو سره کشول، کله به له يو کمر سره ونښتل او کله له بل سره.
زما ملا په تمرين کې څو ورځې د مخه هم ژوبله شوې وه، په دې ورځ يخ هم وځپلم، نو صحت مې يو څه اندازه ښه نه و، زه او دوه درې ملګري وروسته شولو په کراره کراره راښکته کېدو، نور ملګري تر مونږ يو څه اندازه مخکې مرکز ته ورسېدل.
مشر استاذ چې مونږ وليدو چې دوی خو وروسته راورسېدل، نو کيسه خرابه شوه!! استاذ وويل چې ولې مو نا وخته کړه؟... مونږ ورته خپل عذر وړاندې کړ، خو متأسفانه چې عذر يې قبول نه کړ، هغه نور ملګري چې وختي رارسيدلي وو او په کوټه کې ناست وو، ټول يې را وباسل او هر يو ته يې د چای يوه يوه تشه پياله په لاس کې ورکړه او يو غټ شين بيلر يې هم په ميدان کې کېښود.
ډېر لاندې د اوبو يو لوی خوړ و، چېرته چې مونږ په اوبو کې تمرين کړی و، استاذ راته کړل چې له دې لاندې خوړ نه به په دې پيالو کې اوبه راوړئ او دا بيلر به تر خولې پورې ډکوئ !!! ملګرو چې دا خبره واورېده نو د ټولو وار پار خطاء شو او ډېر سخت په غوسه شول، له يو او بل نه يې پوښتنې شروع کړې چې د دې سزا راکولو اصلي سبب څوک دی؟
ملګرو غلي غلي زما پر لور اشارې وکړې، له ځانونو سره پټ پټ بنګېدل او ماته يې بد بد راکتل، ما هم ځان غلی نيولی و هسې نه چې کوم يو څه راته ووايي، يو تن ملګری ډېر غوسه ناک و، هغه ويل وای له دې وروسته به زه هره ورځ غلطيانې کوم چې په سزاګانو مو سم ستړي او زړونه مو له معسکر نه در تور کړم.

نور بيا ...
182 viewsedited  15:22
باز کردن / نظر دهید
2022-11-23 17:04:11 درته حيران يم ځانه!! څه بلا يې !!! ؟
د دومره درد با وجود بيا هم خندا !!! ؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
171 views14:04
باز کردن / نظر دهید
2022-11-21 18:53:45 (د معسکر خاطره)

ليکوال : م رضوان الله فيضاني

دوهمه برخه

له پوره ستړيا وروسته تمرين پای ته ورسېد، باران هم ورو ورو په درېدو شو، استاذ مو راته د مرکز پر لور د تللو امر وکړ او مونږ هم روان شولو، کله چې مرکز ته ورسېدو او کوټې ته داخل شولو، د جامو د بدلولو اجازه راته نه وه، نو همداسې له لمدو او خيشتو جامو سره کېناستو.
دغه سيمه يوه لرې پرته او غرنۍ سيمه وه، ډېری وخت به پکې سړه سړه او تنده هوا چلېده، په ځانګړي ډول له ماسپښين وروسته، مونږ ماسپښين ناوخته بېرته مرکز ته راوګرځېدو.
ما عاجز چې خپل ځان وکوت نو د اوږو، ملا او ګردي د ځينو برخو پوستکي مې له دغه سخت تمرين سره له منځه تللي و، بدن مې نری نری زخمي و، د نورو ملګرو هم همدا حال و، اودسونه مو تازه کړل او لمونځونه مو ادا کړل، ټول ملګري يوې خټينې غټې کوټې ته لاړو او هلته کېناستو.
د يخنۍ له وجهې مو ژامې او نور اندامونه لړزېدل، له يوې خوا نه باران لامدۀ کړي او يخنۍ پسې اخيستي وو، بلې خواته په لمدو جامو کې وو، نو يخني مو يو په دوه چنده وه.
لنډه دا چې مازديګر شو، جامې مو لا نيمې لمدې وې چې بيا امر وشو وای هلئ ځانونه چمتو کړئ، له پورې غرۀ نه خس او لرګي راوړئ!!! ټول ملګري غوسه غوسه وو، چا له ځانه سره يو څه ويل چا بل څه، د هر ملګري پر تندي له ورايه د قهر ګونځې ښکارېدې.
د غوسې وجه مو دا وه چې ډېر ستړي او ستومان وو، سخته يخني مو شوې وه، جامې مو هم لمدې وې، وږي هم وو، ځکه چې د معسکر په دوران کې به خوراک کم راکول کېدۀ.

نور بيا ...
289 viewsedited  15:53
باز کردن / نظر دهید
2022-11-20 16:15:27 (بغض او کينه)

هندو د قبلې په طرف ناست و او خالي رګ یې واهۀ، مسلمان پرې راغلی و، ښۀ یې وهلی و چې د قبلې په طرف ولې خپل حاجت پوره کوې؟
بله ورځ مسلمان ناست و، هندو پرې راغی ورته کړل
يې چې: دا تۀ چې اوس ناست یې؟
مسلمان بیا پرې د وهلو شروع وکړه چې د هندو زویه زمونږ د قبلې سره دې څه کار دی؟
(په قبله غیرت نه و، اصلاً د هندو سره بغض و)
زمونږ خلک بعینه همدا شیان دي، خپله به یو کار قصداً، عمداً او ارادةً وکړي هیڅ خبره نه وي، لا پرې خوشحاله هم وي، خو که همدغه کار د هغه چا نه وشو چې د دۀ ورسره بغض وي، بیا نو په قبله غیرت کوي، رټي یې هم، ځوروي یې هم او له کیسو یې یو مجلس هم خالي نه وي.
312 viewsedited  13:15
باز کردن / نظر دهید
2022-11-19 07:58:40 السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
يادونه
محترمو مينوالو دټولو خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي چي اکثره چينلان بلاک سوي اوس په پره اخلاص ورسره ملګري شئ

نور که په دي نومانو کوم چينلان جوړسوي ټول جعلي دي
العصر بصرې څانګه
https://t.me/alasarbasari
العصر يوټيوب چينل
https://youtube.com/channel/UCnpMFu-N42fnjOkYikUBGjQ
العصر فسبوک پاڼه
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087505873875&mibextid=ZbWKwL
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_2525
سلطان صلاح الدين ايوبي
https://t.me/sallahudeenayoobi
السحر خپرندويه اداره
https://t.me/Allsaharkhaprandoyaedara
دکابل دقومندانۍ رسمي چينل
https://t.me/ayubiqasm7070
دکابل ولايت والي شيخ مولوي ندأمحمد نديم حفظه الله
https://t.me/Nd0786
وړوکی امارتي
https://t.me/Imarati01
مولوي نصرت الله نصرت
https://t.me/NasratullahNasrat355
قاري منصور غزنوي
https://t.me/mansoorghaznavi786
مولوي عبد الصمدصميم
https://t.me/Msamadsamim786
مولوي عبد الجامع مجروح
https://t.me/+uENmhSGUQY9kYWE1
مولوي سيد سبحاني آغا
https://t.me/a09054075838
مولوي عبد الواسع صميم
https://t.me/samimjanane
مولوي عصمت الله جهاد مل
https://t.me/asmatullahjahadmal
قاري علامحمد اسیر
https://t.me/Allamahmmd2
قاري محمد خالد منعم
https://t.me/Qarikhalid
مولوي شمس الرحمن مستغفر
https://t.me/mshamsurahmanmustaghfir
سيد درمل
https://t.me/SayedDarmal
سید محبوب شاه اغا
https://t.me/mahboobshahagha123
کرامت الله کریمي
https://t.me/karamatullahkarimi
حافظ شعيب شهامت
https://t.me/shahamat23
الفت جان ملنګ
https://t.me/olfatmalang123
هدايت الله طلحه
https://t.me/MhidayatTalha
یاسر یوسف
https://t.me/yasiryousaf786
سيف الرحمن تائب
https://t.me/taibzadran
دانش ملنګ
https://t.me/Danishmalang2
بدرالدين ځلاند
https://t.me/zaland33
مخبت وردګ
https://t.me/Mukhbetwardak
مولوي مامون
https://t.me/mamonmulaanaa
مولوي محمد شفيع ظهير
https://t.me/shapazaheer
عزيز الرحمن اياس
https://t.me/azizayas
عبدالجليل جنيد
https://t.me/ajaliljunaid
سيحان کندهاری
https://t.me/sehankanhare
احمد الله نثار
https://t.me/Nisar333
وحید الله وحيدي
https://t.me/wahidi_janan
ذاکرځلاند
https://t.me/poetofYoureyes
عتیق رحماني جمال
https://t.me/Atiqrahmanijamal
عاکف امارتي
https://t.me/molaakefemarati
عبدالقدوس منقاد
https://t.me/AbdulQudoosMunqad
قاري نعمت الله سحر
https://t.me/Allsahar03479829795
قاري ابراهيم همدرد
https://t.me/ibrahimhamdard
دردمن خوستوال
https://t.me/DardmanKhostwal
خالد وزير
https://t.me/Khalidwazirfz355
سيف صديق
https://t.me/Saifsadeeq
حافظ احسان الله وثيق
https://t.me/wasiq66
مولوي رضوان الله فیضاني
https://t.me/GhranAfghanistan1000
دقاري منصور.اوقاري منعم مشترکه چينل
https://t.me/Jalibitarani
قاري ملامحمد جلات مزمل
https://t.me/qarimulajalatmozamil
انس حيدري
https://t.me/anasa_hadari
حقاني کوثر
https://t.me/qqaniKausar
راشد مشفق
https://t.me/RashidMushfiQ
محمد خان محب
https://t.me/muhammadkhanmuhib
مولوي حنيف مظهري
https://t.me/mhanifmazhary
مسروري اشنا
https://t.me/masroriashna1
مبهم
https://t.me/Mubham123

مسعود ازمون
https://t.me/+TzWEILtPxApEJt69
احمد غازي
https://t.me/AhmadGhaazi
عبدالنافع نعمان
https://t.me/abDulnafynoman2
فيض حقاني
https://t.me/faizhaqani12
مولوي نقيب الله زاهد
https://t.me/zahidafghan12357
حافظ عزيزالله حيدري
https://t.me/Haidari111111
عبدالقديم نظام
https://t.me/aboumarhf
عبد الباقي مهاجر
https://t.me/AbdulBaqiMohajer
غمجن بهير
https://t.me/ghmgan
نصرالله نصرت
https://t.me/NasrullhNasrat
نصرت مل طالب
https://t.me/saaernastmal
شاهد دردمند
https://t.me/Shahiddrdmnd
خان حقیار
https://t.me/haqyar33
دمعارف تلويزون
https://t.me/ertvafg
قاري محمد صادق دلشاد
https://t.me/delshadjanan
مسرور غزنوي
https://t.me/masrorghaznawi
هيبت الله غزنوي
https://t.me/asariesae_heu789
عمر عمري
https://t.me/umarumarikhostai
عبدالمالک عادل
https://t.me/adilpaktin
177 views04:58
باز کردن / نظر دهید
2022-11-18 18:05:50 (د معسکر خاطره)

ليکوال : م رضوان الله فيضاني

لومړۍ برخه

کلونه مخکې مونږ په يو غرني معسکر کې وو؛
د معسکر عجيب او ډېر سخت اصول او شرئط وو.
چې کومه يوه سهوه او غلطي به راڅخه وشوه، نو استاذانو به راباندې (ډبس پوزيشن) سينه کشيانې کولې.
غلطي به يو ملګري وکړه او سزا به ټول معسکر تقريبا ۴۰ کسانو ته ورکول کېدله، غلطي کوونکي ته به نور ملګري ډېر زيات په قهر او غوسه وو، خو متأسفانه چې وس او موقعه به نه وه چې زړونه پرې يخ کړي.
خوږې او ترخې ورځې شپې تېرېدې، يوه ورځ سخته توره ورېځ راغله، قوي تالنده او برښنا ورسره مل وه، په شېبو شېبو باران شروع شو، د معسکر مشر استاذ راغی، هسې په هسې يې يوه بهانه راته جوړه کړه، وای تاسو ولې سم تمرين نه کوئ؟ ولې خبره نه منئ او داسې نور ...
لنډه دا چې له کوټې نه يې ټول د باندې را وباسلو او يو غټ ميدان ته يې ورښکته کړلو، شړکنده باران ورېده، د تېز باران له وجهې د اوبو ويالې بهېدې، شاوخوا ته ټولې خټې خټې جوړې شوې وې ډېر بد حال و.
استاذ امر وکړ وای هلئ تکړه شئ ملاقونه اړول شروع کړئ، په اول سر کې چا زړه نه ښه کاوۀ، خو بالآخره په ملاقونو وهلو مو شروع وکړه، ټول ملګري يو په بل پسې راګډ شول، په تېز باران او خټو کې سم ککړ پکړ شولو، د مخ او څټ توپير مو نه کېدۀ.
(يو خوا ډانګ و بل خوا پړانګ)
له يوې خوا سخت شديد باران، يخه هوا، خټې او غرنۍ سيمه !!! او بلې خوا ته د استاذ د امر اطاعت !!!
سرکونډکې، ملاقونه، خېزونه، سينه کشيانې او داسې نور ډېر تمرينونه مو ترسره کړل، بس په دغه ميدان کې خو مو ځانونه پوره ستړي کړل.

له دې وروسته يې د يو جګ غرۀ خواته ته روان کړلو،
يو څه اندازه مزل مو وکړ، بېرته يې ښکته راروان کړلو، چې لږ ښکته راغلو يو غټ خوړ و، د څو شېلو او درو اوبه ورته راروانې وې او دلته سره يو ځای کېدې.
استاذ راته بيا امر وکړ وای هلئ په خوړ کې ملاقونه شروع کړئ، مونږ هم په ګرمه او جذبه کې وو، وار د مخه سېلاب ته ورګډ شولو، مختلف تمرينات مو پکې شروع کړل، له سېلاب سره مقابله روانه وه، څوک لوېدل او چپه کېدل او څوک راپورته کېدل، سم درب او دروب روان و.
زمونږ بلې خواته فکر نه و، چې بره د مرکز طرفته مو وکتل، نو ملګرو ويډيو شروع کړې وه، لنډه دا چې په سېلاب کې مو هم ځانونه تر خپلې وسې ستړي کړل، خو يوه فايده مو دا وکړه چې هغه خټې مو له جامو څخه لرې شوې.

نور بيا ... ان شاءالله تعالی ...
343 viewsedited  15:05
باز کردن / نظر دهید