*ساختماني شرکتونو او مؤسسو ته اطمینان په هکله د فوائد عامي ریاست اعلامیه:* د افغانستان اسلامي امارت د نظامي چارو کمېسیون د فوائد عامې عمومي ریاست ټولو ساختماني شرکتونو او ادارو ته خبر ورکوي چې په ډاډ او اطمئنان سره دي خپلو کارونو ته دوام ورکړي، کوښښ دي وکړي چې د هیواد په بیا رغونه او جوړونه کې له هیڅ ډول زیار او زحمت څخه دریغ ونه کړي، د فوائد عامې عمومي ریاست د هیواد په کچه ټولو ساختماني شرکتونو او ادارو ته د ګران هیواد د بیا رغونې په چارو کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ ورکوي. دشرکتونو او ساختماني مؤسسو مسؤلین او کارکونکي کولی شي د اړتیا په صورت کې د لاندي ادرسونو له لاري زمونږ سره اړیکه ونیسي. واټساپ: 0093708329820 ايميل: Pwc.iea1442@gmail.com د نظامي چارو کمېسیون د فوائد عامې عمومي ریاست ۱۴۴۲/۱۲/۲۵هـ ق ۱۴۰۰/۵/۱۴هـ ش - 2021/08/05 میلادي 175 views12:55