#ویل_کیږي: د اسلامي امارت مشران پر یو لړ مسایلو د خبرو لپاره په کندهار کې راټول شوي دي. په دې مجلس کې د رئیس الوزراء د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سربېره د اسلامي امارت ځینې نور مشران له تېرو څو ورځو راهیسې په کندهار کې دي. که څه هم تر اوسه نه دي ویل شوي چې د دوی د بحث اصلي اجنډا څه ده خو د نجونو ښوونځیو سربېره ځینې نور مسایل د دوی په اجنډا کې شامل وي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې کابل نیوز راپور ورکړ، چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستو پرېکړه کندهار ته لیږل شوې ده. #کابل_نبوز t.me/subaubsub 74 views18:08