#بهرني_خبر: د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې نهه پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د راپورنو له مخې دغه پېښه پرون یکشنبه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په «باغ» سیمه کې «سیند» ته د پاکستاني پوځیانو د موټر لوېدو له امله رامنځته شوې ده. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پر خپل ټویټر پاڼه د پوځيانو د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت په بلوچستان ایالت کې د هلیکوپټرې لوېدو پېښه کې هم د وو جنرالانو په ګډون شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي و. t.me/subaubsub 261 views06:33