Get Mystery Box with random crypto!

عاجل خبرونه

لوگوی کانال تلگرام hajeksharep — عاجل خبرونه ع
لوگوی کانال تلگرام hajeksharep — عاجل خبرونه
آدرس کانال: @hajeksharep
دسته بندی ها: حیوانات , اتومبیل
زبان: فارسی
مشترکین: 3.43K
توضیحات از کانال

ډیرو محترمو،
د(عاجل خبرونه)ټلیګرام کانال ته ښه راغلاست:
دلته به تاسوته دافغانستان اونړي روښتیني تازه خبرونه،ترانی، ویډیوګاني،مرکي،دشریعت ږغ رادیو،
نورپه زړه پوري مهم مطالب،تازه په تازه، نشرکیږي،
ان شاءالله
زموږ سره وسي په درنښت.
https://t.me/Hajeksharep

Ratings & Reviews

3.00

2 reviews

Reviews can be left only by registered users. All reviews are moderated by admins.

5 stars

0

4 stars

1

3 stars

0

2 stars

1

1 stars

0


آخرین پیام ها 8

2022-06-17 15:31:38 د چمن او سپین بولدک تر منځ د تګ راتګ ستونزې؛ احتجاجي پرلت 'په مشروط ډول پای ته رسېدلي'

ډېورنډ کرښې ته څېرمه د چمن او سپین بولدک ولسوالۍ تر منځ د وېش پر دروازه د رامنځته شویو ستونزو په غبرګون کې پیل شوی پرلت په مشروط ډول پای ته رسېدلی دی.

پرلت کوونکي وایي، پاکستاني چارواکو د ستونزو د هواري لپاره درې ورځي وخت ترې غوښتی، خو دوی ګواښ کوي چې که غوښتني یې و نه منل شي، نو بیا به لارې وتړي. حقيقت داسي دې ، چې د پاکستان حکومت په قصدي توګه د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو پر مهال دا ډول ستونزي جوړوي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ یوه هوکړه شته، خو په تېر کې افغان سوداګرو بیا بیا پاکستانی لوری له دې هوکړې پر سرغړوونه تورن کړی دی. هغه کسان چې تازه یې د کرښې بل لور ته پرلت پیل کړی پر پاکستاني پوله ساتو تور پورې کوي چې سوداګر او مسافر ځوروي چې د کرښې یوه او بل لور ته تګ راتګ کوي.

پرلت کوونکي چې ګڼ شمېر یې د وېش بازار کاروباریان دي وايي، پاکستاني چارواکي یې د تګ راتګ مخه نیسي او په بېلا بېلو پلمو یې ځوروي.

بل لور د افغانستان حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، ستونزه یوازې د پاکستاني ځواکونو لخوا رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړه: ''په سپین بولدک کې زموږ لخوا هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې. پاکستانی لوری د مسافرو پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي.

               
t.me/subaubsub
219 views12:31
باز کردن / نظر دهید
2022-06-17 15:31:38
197 views12:31
باز کردن / نظر دهید
2022-06-17 15:31:26
#بهرني_خبر:
د هند پر مختللی دولت، په اترپردیش ایالت کې ګڼو هغو سیمو د ګرمۍ سختې څپې د هغو هندوانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی چې له بیوزلۍ او بې کورۍ څخه کړیږي. په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۵۰ میلیونه کسان کور نلري او له سختې بیوزلۍ سره مخ دي چې اکثریت یې په هند کې اوسیږي.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_نوی_چینل*
t.me/subaubsub
193 views12:31
باز کردن / نظر دهید
2022-06-17 15:31:26
#بهرني_خبر:

فلسطيني چارواکي: اسرائيلي ځواکونو ۳ فلسطينيان وژلي او ۸ تنه یې ټپیان کړي

فلسطيني چارواکي وايي، د لوېديځې غاړې جنين ښار کې د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې درې فلسطينيان وژل شوي او اته کسان ټپیان دي.

               
t.me/subaubsub
196 views12:31
باز کردن / نظر دهید
2022-06-17 15:31:25
#بهرني_خبر:
‏اوکراین سره نظامي مرستې د ټولې اروپا په زیان دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، له اوکراین سره نظامي مرستو دوام نه یوازې خپله اوکراین بلکې ټوله اروپا ګواښلی شي.
یاد وزارت زیاتوي، چې امریکا او په ټوله کې غرب هڅه کوي چې اوکراین کې جګړه دوام وکړي.

               
t.me/subaubsub
192 views12:31
باز کردن / نظر دهید
2022-06-17 15:09:07
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له زېمبابوې څخه هېواد ته راستنه شوه.
د ملي راډیو ټلویزیون مشرتابه او د افغانستان د کرېکټ بورډ غړیو په کابل نړیوال هوايي ډګر کې د ګلونو د ګېډیو په ورکولو سره د افغان لوبډلې تود هرکلی وکړ.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنی او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړې او یادې لوبډلې ته یې پرلپسې شپږ ماتې ورکړې.

*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_نوی_چینل*
t.me/subaubsub
212 views12:09
باز کردن / نظر دهید
2022-06-17 15:09:07
#تازه_خبر:
د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په الپ بېردي جومات کې چاودنه شوې.
د امنیتي مسولینو په وینا؛ په دې چاودنه کې یو تن شهید شوی او یوولس نور ټپیان دي.

#خبر_فوری:
‏در نتیجه انفجار ماین جاسازی شده بعد از ظهر امروز در یک داخل مسجد در قریه الف بیردی ولسوالی امام صاحب ولایت کندز، یک‌تن جان باخت و یازده تن دیگر زخم برداشتند.

               
t.me/subaubsub
204 views12:09
باز کردن / نظر دهید
2022-06-17 15:09:07
#خبر:
کورنیو چارو وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۲۵ کسان نیولي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو پروان، کندوز، هرات، فراه او سرپل ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترسره کولو سره د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۲۵ کسان نیولي دي.

               
t.me/subaubsub
172 views12:09
باز کردن / نظر دهید
2022-06-17 15:09:07
#خبر:
تېره یوه اوونۍ کې له ۷ زره زیات افغانان له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي.
د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس وايي، چې له تېرو ۷ ورځو راهیسې د دې ولایت د ورېښم له لارې ایران څخه څه باندې ۷ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي.
نوموړی زیاتوي، چې د راستانه شویو افغانانو له ډلې څخه له ۴۳۵۰ کسانو سره د IOM دفتر له لوري د نغدو پیسو ترڅنګ د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.

               
t.me/subaubsub
208 views12:09
باز کردن / نظر دهید
2022-06-17 13:22:12
نن پر 1:52 يوه بجه او دوپنځوس دقيقې يوې زلزلې چې د ریښتر کچه يې 5.1 وه د افغانستان، تاجکستان او پاکستان ځينې ښارونه سره وښورول.

               
t.me/subaubsub
214 views10:22
باز کردن / نظر دهید