Get Mystery Box with random crypto!

د رمضان / روژي فضیلت ! سُوۡرَةُ البَقَرَة : 183 : يٰٓأَيُّه | د اسلامي معلوماتو ذخیره

د رمضان / روژي فضیلت !

سُوۡرَةُ البَقَرَة : 183 : يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ .

ژباړه : اې مؤمنانو ! پر تاسي روژې فرض کړاى شوې ، لكه چې ستاسي څخه د مخکني پېغمبرانو په پيروانو فرض کړاى شوي وې ، ددې لپاره چي په تاسي کي د پرهېزګارۍ صفت پيدا شي .

د صیام د لفظ تحقیق : د صیام لغوی معنی د یو کار نه بندیدل . که چېرته څوک د وینا نه یا د خوراک نه بند شي ، یعنې وینا یا خوراک پرېږدي نو هغه ته په لغت کې صائم وایې . ددی مثال په قرآن کریم کې :

سُوۡرَةُ مَریَم : آیت 26 إِنِّى نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا : ژباړه : ما د الله جل جلاله لپاره نذر منلی دي ، یعنې د خاموشتیا او خبرې نه کولو .

په شریعت کې صوم یا روژه دا ده چې : مسلمان به صبح صادق نه تر لمر ډوبیدو پورې د خوراک څښاک او د نفسي شهوتونو نه بند وي ، او د ورځې وخت د صبح صادق ښکاره کیدو نه تر لمر ډوبیدو پوري ده . چا چې داسې وکړل د هغه روژه وشوه . څنګه چې د ښه صحت لپاره انسان د ډېرو شیانو څخه پرهیز کوي ، همدغه شان په روژه کې به هم یو څه پرهیز کوي .

د رمضان مبارک روژه د اسلام په ارکانو کې یو اهم رکن دی ، چې د هغه په نه نیولو سره انسان کامل مسلمان نه وی . د رمضان مبارک روژه په هر مسلمان ، عاقل ، بالغ سړي او ښځې باندې چې هغه د روژې نیولو طاقت لري ، فرض عین ده ، تر څو پورې چې څه عذر نه وي . روژه پرېښودل سهی نه دی او که چېرته د روژې نذر ومني ، ددې نه پرته نورې ټولې روژې نفلي دي . که یو څوک یې ونیسي نو ثواب دي او که یې ونه نیسي نو څه ګناه نشته . البته ! د وړوکي اختر او د لوی اختر په ورځ او د لوی اختر نه درې ورځې پس روژه نیول حرام دي .

کتاب : مجموع الفتاوی مشهور په مسائل رفعت قاسمی . جلد 4 صفحه 26 او 27 .

مؤلف : حضرت مولانا رفعت قاسمی . استاد دارالعلوم دیوبند .


ـ
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
HabibiAbrar     ✯𖣐⫸