Get Mystery Box with random crypto!

د پنځو کارونو په کولو کې تلوار کوه..! حضرت حاتم الآصم (رحمه ا | لیونیان

د پنځو کارونو په کولو کې تلوار کوه..!

حضرت حاتم الآصم (رحمه الله) وايي: په کارونو کې تلوار او عجله کول، خو د شیطان کار دی، لکن د پنځو کارونو په کولو کې تلوار او عجله کول د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) طریقه او سنت ده:
ـ کله چې مېلمه د چا کور ته ورشي، هغه ته په تلوار سره ډوډۍ ورکول.
ـ کله چې یو کس مړ شي، د هغه د کفن او تکفین په باره کې تلوار کول.
ـ کله چې د چا لور پېغله شي، هغه په تلوار سره په نکاح ورکول.
ـ کله چې د چا څخه قرض واخیستل شي، هغه قرض بیرته په تلوار سره اداء کول.
ـ کله چې د یو انسان څخه یوه ګناه وشي، په هغه ګناه باندې په تلوار سره توبه ایستل.
دا پنځه هغه کارونه دي چې مسلمان يې باید په تلوار او عجلې سره وکړي، ځکه چې ددې کارونو په تلوار کې الله تعالی انسان ته ثواب ورکوي، بلکې الله تعالی پرې خوشحالېږي او د خپل بنده څخه راضي کېږي.
پنځه کارونه
عجله او تلوار