Get Mystery Box with random crypto!

دعا خدایه زړه کي مي لږستا دنُور جلوه راوله څه هوسایی مي په | لیونیان

دعا

خدایه زړه کي مي لږستا دنُور جلوه راوله
څه هوسایی مي په دي ستړی ژوندانه راوله

چي مي زړه کي ستا یاد ګرځي سترګی نم وي
خير په ما هم لیوني دعشق څپه راوله

زه خیرات شم صدقه شم ستاله نومه دي لوګی شم
داسي وخت پر ما غریب سبحانه ته راوله

ماتري ساته ستا دښمن زما دښمن دی خدایه
زورواکي مي پرشیطان باندی پوره راوله

خیردی ما غریب هم په ځان مئین کړه
دهمت زړه کي نور ستا دعشق خواږه راوله