Get Mystery Box with random crypto!

جالب او عبرتناکه کیسه د فرعون لور!عجیبه واقعه: له عبد الله | لیونیان

جالب او عبرتناکه کیسه

د فرعون لور!عجیبه واقعه:

له عبد الله بن عباس"رض" څخه دی چې، رسول اللهﷺ وویل:
-د معراج په شپه مې خوږه خوشبويي تر پوزې شوه، له جبرایل علیه السلام څخه مې پوښتنه وکړه:
-دا خوشبويي د څه شي ده؟
هغي راته وویل:
-دا د فرعون د لور د سر ږمنځ کونکې میرمنې او د هغې د اولاد ده.
رسول اللهﷺ وایي:
-ما له جبراییل څخه د هغې کیسه وپوښتله او هغه یې کیسه داسي بیان کړه:
هغې یوه ورځ د فرعون د لور سر ږمنځ کوه چې، ږمنځ یې له لاسه ولویدله او ناڅاپه یې له خولې څخه د (بسم الله) جمله ووتله، د فرعون لور ورته وویل:
-له اللهﷻ څخه دې مراد زما پلار دی؟
هغې ورته وویل:
-نه، بلکي زما اللهﷻ هغه ذات دی چې، ستا د پلار هم خالق دی. تر دې وخته پورې دې میرمنې له فرعون او د هغه له کورنۍ څخه ایمان پټ ساتلی وو.
د فرعون لور ورته وویل:
-زه به مې خپل پلار ته دا خبره کوم.
دې ورته وویل:
-ورته یې وکړه، د فرعون لور خپل پلار ته وویل:
-زما سر ږمنځ کوونکې ستا خدایې نه مني.
فرعون سمدستي هغه راوغوښتله.
فرعون ورته وویل:
-ای فلانکۍ! ته له ما پرته بل رب لرې؟
هغې ورته وویل:
هو! زما او ستا دواړو رب یو اللهﷻ دی.
فرعون امر وکړ چې، د نحاسو په لوښي کې تیل ګرم کړﺉ او دا میرمن سره له اولادونو پکې وغورځوﺉ!
دې میرمنې فرعون ته وویل:
-زما یوه خبره راسره ومنه.
فرعون ورته وویل:
-وایه کومه خبر؟ شاید فرعون به فکر کوه چې، زما خدایې منلوته تیاره شوه؛ خو هغې ورته وویل:
-زما او زما د اولادونو له سوځولو وروسته زما او هغوۍ هډوکي، په یوه کفن کې وپیچه او یو ځای مو دفن کړه!! فرعون ورته وویل:
-همداسې به وکړو.
دا میرمن سره له اولادونو راوستل شوه او ددې په مخکې یې د هغې یو یو بچى خوټیدلو تیلو ته وغورځوه، ددې ایماندارې میرمنې په غیږ کې یو تی خوړونکی بچى پاتې شو او نور یې ټول په تیلو کې وریت شول، هغه یې په غیږ کې و او د همدې تي خوره ماشوم له امله زړه نازړه وه چې، څه وکړې، همدې تي خور ماشوم ورته وویل:
-مورکۍ ور ومي غورځوه! د دنیا عذاب د اخرت له عذابه اسانه ده، له ماشوم سره یې خوټیدلو تیلو ته ور ودانګل، عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایي:
په ماشومتوب کې څلورو ماشومانو خبرې کړي دي، د مریم زوی عیسی علیه السلام، جریج ماشوم، د یوسف علیه السلام ګواه او د فرعون د لور د سر ږمنځ کونکې میرمنې زوی.
(دا قيصه دحديثو په کتابونو امام احمد ، الطبراني ، ابن حبان او الحاکم روایت کړي ده)

اللهﷻ دې زمونږ او تاسې ایمانونه هم داسې قوي کړي