ډېره بښنه غواړم شپې لږ وخته ویده کیږم په دې خاطر چې سهار وخته بیا پوهنتون ته ځم نو شپې ستا پېغامونه راغلي ول سخته خواشینې وم کله چې سهار وخته ویښه شوم ځواب مې در کړ دا دویم ځل دی چې ستا پېغام ته په وخت ځواب نه درکوم هیله ده خفه شوی نه وسې.
احمده ته څو بجې پوهنتون ته ځې؟
کله مې چې د حنا پېغامونه ولیدل ځواب مې ور نه کړ. سهار وخته و ما ویل پوهنتون کې به وي هسې نا مزاهم شم ورته خو د ساعت هره ثانیه راباندې لکه ساعت او هر ساعت یې لکه کال تېرېده،کله چې د غرمې دولس بجې شوې نو له ځان سره مې وویل نن باید ورته د مینې اظهار وکړم.
خو څنګه؟ څه باید ورته ووایم ؟ لومړی باید له کوم ځای پېل وکړم؟
اوف ډېره سخته وه ډېر مې زړه وکړ خو هېڅ نه کېده چې دا خبره ورته ولیکم چې حنا زه له تا سره مینه لرم ما ویل هسې نا ټېلفون راباندې بند کړي او نور پېغام ته هم ځواب را نکړي،اوس خو ښه ده وخت نا وخت ځواب راکوي او د پېغام په لیدو او لوستو یې سکون اخلم که دا خبره ورته وکړم هسې نا له دې هم بې برخې شم. ورځې تېرې شوې خبره ان تر جمعو او میاشتو اوږده شوه. هره ورځ به مو په ساعتونو ساعتونو پېغامونه کول حنا د یو ملګري په شان ګڼلم او ما ورته د خپلې ریښتینې مینې او هغه درد چې د حنا د نشتون له امله زما په ځان تېرېده نه شو ویلی.
احمده ته ښه یې؟ ستا خپلو خبرو ته فکر دی چې ته څه لیکې؟ لومړی دې خپل پېغام وګوره چې تا څه لیکلي! د مینې خبره داسې اسانه نه ده خو نه پوهیږم چې تا څنګه دا خبره وکړه؟ ګوره احمده تر نن ورځ چې زه له تا سره کوم پېغامونه کوم د یو ملګري فکر درته کوم خو ته څنګه داسې کولی شې ؟ احمده قسم په رب که ما له تا دا تمه درلوده چې ته دې داسې خبره وکړې که پوهېدای نو له اوله مې در سره اړیکه نه اوږدوله. هو خو یوه خبره په یاد لره چې تر ننه په دې خبره هیڅوک خبر نه دي ان زما د راز نږدې ملګري هم. زما پلار وفات شوی زما او زما د کورنۍ پالنه زما د ورونو په لاس کې ده که کوم ورور مې په دې خبرې خبر شول نو، نه به تاته ښه وي او نه ماته هیله کوم بیا دا خبره مه کوه او بله دا چې ستا شمېره مې د یوې صنفی په نوم په ټېلفون کې ثبت کړې ده او هر پېغام دې له لیدو وروسته پاکوم که په دې هم خبر شول چې دا د یو هلک شمېره ده نو یو خدای پوهیږي چې څه بدې ورځې به وګورم. مینه کول اسانه خبره نه ده او احمده ته هم له ځان سره فکر وکړه!.
بېرته مې ورته ولیکل.
نا حنا ته چې کوم ډول فکر کوې زه له هغو کسانو نه یم چې ستا په ژوند به لوبې وکړم،زما او ستا مینه به ریښتینې مینه وي که د سر په بدله هم وي زه به ستا په ملتیا د دغې مینې پالنه کوم.
خو احمده زه نشم کولی چې ستا دا خبره ومنم که ته ډېر ټینګلر کوې او داسې وي نو هیله کوم نور ماته پېغام ونه کړې او کوشش هم مه کوه چې له ما سره اړیکه ونیسې!
د حنا په دې قهرجنو خبرو سخت خواشینی شوم ډېر پېغامونه مې وکړ خو ځواب یې را نه کړ. هره ورځ به مې په وار وار ورته پېغامونه کول خو هېڅ ځواب یې نه راکوو ان دوه درې هفتې همداسې په مسلسل ډول مې ورته ډېر عذرونه وکړل د مینې په اړه مې ورته وویل خو حنا نه پوهیږم ولې نه منله؟
شپې او ورځې به په همدې سوچونو تېرېدې چې حنا به څنګه وي؟ څه به کوي چېرته به وي؟ ځان راته بیښې نیمګړی ښکاره کېده. په دوکان کې مې له استاد سره اړیکه هم خرابه شوه د تېر په څېر به دوکان ته هم سم نه تلم. په کور کې مې هم چلند بدل شوی و، چې له دوکان به کور ته لاړم د کورنۍ له غړو سره به هېڅ نه کېناستم ټوله شپه به مې ځان ته همدا ښېرې کولې چې ولې مې دا خبره وکړه ژړل به مې، خو هېڅ مې په لاس نه راتله له ملګرو سره مې هم ناسته ولاړه د تېر په څېر نه وه. د حنا نا لیدلې څهرې او مینې سم لیونی کړی وم.