Get Mystery Box with random crypto!

د یوې مور جالبه کیسه! په لوستلو ارزي. یوه مور چې په سترګو ړند | لیونیان

د یوې مور جالبه کیسه!
په لوستلو ارزي.

یوه مور چې په سترګو ړنده وه د خپل ناروغه زوې د کټ خواته ناسته وه او ژړل يې،
پدې وخت کې یوه ملایکه راغله، مور ته يې وویل:
#اې_مورې! زه د الله ﷻ له خوا راغلې یم، ووایه څه غواړې؟
مور ملایکې ته وویل:
له الله ﷻ څخه غواړم چی زما زوې ته شِفا ورکړي. ملایکې وویل: پښېمانه کیږې خو به نه؟
مور ځواب ورکړ:
نه!
الله تعالی یې زوې ته شِفا ورکړه.
ملایکې وویل:
مورې زوې دې روغ شو، خو تا کولای شول چې د خپلو ړندو سترګو د روغتيا غوښتنه دې کړې وای.
د یو څه مودې په تېرېدو سره یې زوې مور ته وویل:
مورې! زما مېرمن له تا سره یوځای ژوند نشي کولی، غواړم تاته یو ځانته کور پیداکړم ترڅو ته هلته جلا ژوند وکړې.
مور يې له کور څخه ووتله او په یو ځای کې یواځې کښېناسته او په ژړا بوخته شوه، پدې وخت کې ملایکه بیا راغله او مور ته يې وويل:
ودې لیدل چې ستا زوې له تاسره څه وکړل؟
اوس پښېمانه شوې؟
غواړې ورته ښېرا وکړې؟
مور وویل: نه پښېمانه نه یم او نه هم ښېرا ورته کوم، ته څه پوهېږې؟
ملایکې وویل:
بیا هم دالله ﷻ رحمت پرتا شوی، له الله ﷻ څخه د خپلو سترګو لید غواړې؟
مور په ډاډ سره وویل نه! ملایکې وویل نو څه؟
مور ځواب ورکړ:
له الله ﷻ څخه غواړم چې انګور مې ښه او زړه سوانده ښځه وي او وکولای شي چې زما زوې بختور کړي، ځکه زه نوره هلته نه یم چې له خپل زوې څخه څارنه وکړم.
د ملايکې له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او د اوښکو دوه څاڅکي د مور په سترګو کې ور توې شول د مور سترګې روغې شوې او دید یې پیدا کړ.
کله چې مور د ملایکې اوښکې ولیدلې، ورڅخه يې وپوښتل:
ملایکې هم ژاړي؟
ملایکې وویل: هو!
خو ملایکې یواځې هغه وخت اوښکې تويوي او ژاړي چې کله الله ﷻ وژاړي.
مور پوښتنه وکړه:
الله ﷻ هم ژړا کوي؟
ملایکې ځواب ورکړ هو:
الله ﷻ همدا شېبه په لېوالتیا د خپل خلقت چې نوم يې مور ده ژاړي، یعنې کله چې مور ژاړي، الله ﷻ هم ژاړي.
سبحان الله