Get Mystery Box with random crypto!

قیصه خیالی ده خو د عبرت څخه ډکه ده یو پاچا په یوه شنه او زر | لیونیان

قیصه خیالی ده خو د عبرت څخه ډکه ده


یو پاچا په یوه شنه او زرغونه سیمه کې پاچاهي کوله، چې له ورځو څخه یوه ورځ ناروغ شو او روغتیا پالان ( ډاکټران ) یې په درملنه کې پاتې راغلل او له پاچا څخه یې بښنه وغوښته، چې د دوی له لاسه څه نه دي پوره.

پاچا اړ و، چې له خپلې مړینې څخه مخکې، خپل ځای ناستی وټاکي.

پاچا وویل، چې زه خپل ځای ناستی هغه څوک ټاکم، چې زما له مړینې څخه مخکې په هغه قبر کې یوه شپه ویده شي، کوم چې زما لپاره چمتو شوی دی، کله چې زما په قبر کې یې یوه شپه تېره کړه، نو هماغه کس ستاسو نوی پاچا دی.

دا خبر په ټول هېواد کې خپور شو، خو کوم څوک پیدا نه شو، چې د پاچا په قبر کې یوه شپه تېره کړي، تر دې، چې یو بېوزله سړی چمتو شو، ترڅو په دې قبر کې ویده شي، یوازې یوه شپه او سبا به ډېر ژر د خلکو پاچا شي.

چمتووالی ونیول شو او بېوزله سړی په قبر کې ویده شو او د ساه ایستنې او هوا لپاره یو سوری پرېښودل شو، ترڅو ونه مري او ټول ترې لاړل.

تر دې، چې بېوزله سړی ویده شو او په خوب کې یې ولیدل، چې نیکر او منکر یې قبر ته راغلي دي، ترې پوښتنې کوي او بېوزله سړی ځواب ورکوي، تر دې، چې دا پوښتنه یې ترې وکړه: په دنیا کې دې څه لرل؟ بېوزله سړي په ځواب کې وویل: یوازې یو کمزوری خر مې درلوده او نور مې هېڅ نه لرل، له خره سره د بېوزله سړي د چلند په اړه یې ترې پوښتنه وکړه، چې ولې دې په دغو او دغو ورځو کې خپل خر ډېر باراوه، چې خره به په ډېرو ستونزو یاد بار لېږداوه او دغه راز ترې پوښتنه یې وکړه، چې ولې دې په دغو او دغو ورځو کې واښه ورنه کړل، چې وې خوري او داسې نور…

بېوزله سړي، د هغو ظلمونو په خاطر، چې په خپل خره باندې یې کړي وو، د اور د ګرزونو څو ګوزارونه وخوړل، په دې وخت کې وارخطا له خوبه را ویښ شو، له ډېرې وېرې او وحشت څخه یې په قبر کې ځان کرار ونیوه، تر دې چې سهار شو او ټول خلک د خپل نوي پاچا لیدو ته راغلل، ترڅو له قبر څخه یې رابهر کړي او د پاچاهۍ پر تخت باندې یې کېنوي، همدا چې قبر یې پرانیسته، نو بېوزله سړي د تېښتې لاره غوره کړه او خلکو ورپسې نارې وهلې، اې زموږ پاچا مه تښته!

بېوزله سړي په لوړ غږ او چیغو سره ویل، یوازې د خپل خره لپاره دومره عذاب را کړل شو او شکنجه شوم، که چېرې د خلکو پاچا شم، نو له څه ډول حالت سره به مخ شم.

اې انسانه! څه ګمان دې کړی دی، چې آیا دنیا ستا مال دی؟
هرڅه دې چې خوړلي د ګور د چینجیانو مال دی ، هرڅه چې لرې د وارثانو دې دي او هرڅه دې چې کړي وي، ستا دي.

افسوس د نننیو حاکمانو او مسؤولینو په حال، چې د ټول ملت مسؤولیت په غاړه اخلي او ورسره خیانت کوي، خو نا خبره له دې، چې الله ﷻ ته به څه ځواب ورکوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ـ★::::★:::::★:::::★::::★ـ

:::::م::::::
:::مــیوند:::